د ملګرو ملتونو د صحرايي کېدو د مخنيوي تړون د لاسليکوونکو ۱۷مه غونډه د اګست په ۱۷مه نېټه د مغولستان په پلازمېنه اولانباتور کې تر سره شوه. د ملګرو ملتونو مرستيالې او د ياد تړون د سکرتريت اجرائيوي سکرترې ياسمين فود په دې ورځو کې په بېجينګ کې د چين مېډيا ګروپ سره یوه ځانګړې مرکه وکړه.
هغې په دغه ځانګړې مرکه کې ويلي چې چين ته د لومړي سفر په ترڅ کې يې د ځمکو د اعاده کېدو له څو پروژو څخه ليدنې کړې او خپل احساسات يې بيان کړي دي.
د دې تر څنګ هغې د چين د زرغون پرمختګ مثبته ارزونه کړې او د اقتصادي چارو او ايکولوژيکي چاپېريال ترمنځ د برابر پرمختګ په اړه یې خپل نظرونه شريک کړي دي.














