د امریکا په هوایي بریدونو کې د افغان ملکیانو مرګ ژوبله اوج ته رسېدلې ده. الجزیرې انګلیسي په یوه راپور کې ویلي وروسته له دې چې امریکا د جګړې مسوولیت افغان پوځ ته رسولی دی، د بهرنیو ځواکونو په هوایي بریدونو کې ملکي مرګ ژوبله لوړه شوې ده. په راپور کې راځي چې په ۲۰۱۹ز کال کې نږدې اووه سوه ملکي وګړي د امریکا په هوایي بریدونو کې وژل شوي چې په تېره ۱۹ کلنه جګړه کې په یوه کال کې د هوایي بریدونو له امله تر ټولو لوړه مرګ ژوبله ده. الجزیره دغه راز لیکي چې د افغان ځواکونو په هوایي بریدونو کې هم د ملکي تلفاتو شمېره لوړه ده. سرچینه کاږي یوازې په وروستیو درېیو میاشتو کې چې په دوحه کې بین الافغاني خبرې روانې دي هوايي بریدونو په افغانستان کې ۷۰ ملکیان وژلي او ۹۰ کسه نور یې ټپیان کړي دي. تر دې وړاندې ګڼو نورو بنسټونو او رسنیو هم په افغانستان کې د ملکي وګړو د مرګ ژوبلې په اړه راپورونه خپاره کړي او هغه یې د اندېښنې وړ بللي دي.












