د روسیې د بهرنیو چارو وزارت مرستیال الکساندر علیموف ویلي، که غوښتنه ترې وشي، مسکو چمتو دی چې د ایران پر وړاندې د جګړې د پای ته رسولو او په منځني ختیځ کې د ثبات د ټینګښت لپاره د منځګړیتوب له هڅو ملاتړ وکړي. علیموف ویلي، دا موضوع د فارس خلیج د امنیت په اړه د روسیې له نوي شوي امنیتي طرحې سره هم تړاو لري. نوموړي ټینګار کړی چې مسکو د سیمې له مهمو هېوادونو سره د اړیکو له لارې د خبرو او ډیپلوماټیک حل ملاتړ کوي. د روسیې چارواکو په وروستیو کې د ایران او امریکا ترمنځ د خبرو او د سیمې د امنیت لپاره د منځګړیتوب وړاندیزونه مطرح کړي دي.














