د ازبکستان د جیزخ ولایت د مرستیال والي په مشرۍ ۱۶ کسیز سوداګریز پلاوی کندوز ته تللی او د پانګونې پر پراختیا یې خبرې کړې دي. خبري سرچینې وايي، د پلاوي مشر بهرام یوسوپوف ویلي، هېواد یې لېوالتیا لري چې په افغانستان کې د خپلو پانګونو کچه لوړه کړي. دغه پلاوي له ځايي مسوولینو او یو شمېر سوداګرو سره هم لیدلي دي. د کندوز د والي مرستیال حبیبالرحمان صهیب له ازبکستاني سوداګرو غوښتي چې د دغه ولایت په بېلابېلو برخو کې پانګونه وکړي.














