په نیپال کې د سختو سېلابونو او ځمکښویېدنې له امله لږ تر لږه ۱۵۷ کسان وژل شوي او سلګونه نور لا هم ورک دي. د رویټرز د راپور له مخې، د ورک شویو کسانو په ډله کې له ۴۰۰ ډېر بهرني سیلانیان هم شامل دي. راپورونه وايي، سېلابونو کورونه، کلي، سړکونه او پلونه ویجاړ کړي او د ژغورنې چارې یې له سختو خنډونو سره مخ کړې دي. د نیپال د چارواکو په وینا، د ورک شویو سیلانیانو په ډله کې د امریکا، بریتانیا، استرالیا، کاناډا او هند اتباع هم شامل دي. د پېښې د پراخې مرګژوبلې له امله د مړو شمېر د زیاتېدو احتمال شته.














