چهارشنبه, اگست 5, 2026
سپوږمۍ راډیو
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
No Result
View All Result
Looking for a reliable place to play online? With instant deposits, exciting promotions, and a huge game selection, you'll find everything you need at Samba Slots.
Home افغانستان

عبدالله عبدالله: نن به د دواړو لورو ترمنځ جدي بحثونه پيلېږي

Spogmai Radio by Spogmai Radio
دسمبر 9, 2020
in افغانستان
0
عبدالله عبدالله: نن به د دواړو لورو ترمنځ جدي بحثونه پيلېږي
585
SHARES
3.2k
VIEWS
Share on FacebookShare on Twitter

په دوحه کې د مذاکراتو په دوام، تازه د ملي مصالحې عالي شورا رییس وایي چې سر له نن به په دوحه کې جدي بحثونه پيل شي. هغه تازه د سولې په تړاو په یوه جوړه شوې غونډه کې د خبرو پر مهال وویل چې په مذاکراتو کې د پام وړ پرمختګونه رامنځته شوي چې ورسره هیلې هم ډېرې شوې دي. په مذاکراتو کې داسې مهال د پرمختګونو خبره کېږي، چې د زندانیانو د خوشي کولو پر سر ناندرۍ رامنځته شوې دي. امریکا وایي، طالبان ښایي د خپلو پاتې زندانیانو د خوشي کولو غوښتنه وکړي، خو افغان حکومت دا ورسره نه مني.

سره له دې چې په دې وروستیو کې په هېواد کې جګړې شدیدې شوې، خو د سولې په برخه کې هم له پرمختګونو خبر ورکړل شوی دی. تازه د ملي مصالحې عالي شورا رییس ډاکتر عبدالله عبدالله په خپلو څرګندونو کې ویلي، چې د سولې په خبرو کې پرمختګونو رامنځ ته شوي او د دواړو لورو مذاکراتي ټیمونو درې ورځې پر له پسې پر بېلو مسایلو خبرې کړې دي. د ده په خبره، سر له نن (چهارشنبې) به په دوحه کې جدي مذاکرات پيل شي. د ده په خبره: ((په دوحه کې په مذاکراتو کې د پام وړ پرمختګ رامنځته شوی دی. هیلې ډېرې شوې دي. دواړو لورو درې ورځې پرله پسې له یو بل سره پر اړوندو مسایلو خبرې کړې او ټاکل شوې چې په چهارشنبه به جدي بحثونه پيل شي)).

You might also like

قزاقستان افغانستان ته د غلو صادرات ۵۷ سلنه زیات کړي دي

حنفي: ا.ا د روغتونونو تجهیز او ظرفیت لوړونې ته ژمن دی

جلالي: ټولو هېوادوالو ته به معیاري روغتیايي خدمتونه برابر شي

عبدالله عبدالله دا نه ده واضح کړې چې جدي بحثونه به څه وي، خو وایي چې پر اوربند توافق وخت ته اړتیا لري. سره له دې چې اوربند د افغانانو تر ټولو ستره غوښتنه ده او د افغان حکومت مذاکراتي پلاوی هم وایي چې اوربند یې د بحثونو په سر کې دی، خو د ملي مصالحې عالي شورا رییس وایي چې پر اوربند د یوه توافق رامنځته کېدل به یو څه وخت وغواړي. د ده په خبره: ((اوربند لومړیتوب دی، د افغانستان د خلکو غوښتنه ده، خو پر دې مسئله هوکړې ته رسېدل به لږ وخت وغواړي)).

عبدالله وایي، تمه ده چې په دوحه کې مذاکرات به افغانستان یوې دایمي سولې ته ورسوي. د ده په خبره، که طالبان سوله کوي او تاوتریخوالی کموي، نو له خپل نرمښت به پښېمانه نه شي؛ ځکه دواړه لوري به په افغانستان کې پر یوه ګډ حکومت توافق ته ورسېږي.

بلخوا په دوحه کې د افغان حکومت د مذاکراتي پلاوي یوه غړې فاطمه ګیلاني وايي، د اجنډا پر چوکاټ خبرې روانې دي او د دواړو لورو مذاکراتي پلاوي هره ورځ خپلو مذاکراتو او بحثونو ته ادامه ورکوي. نوموړې ویلي چې د افغانانو غوښتنې به په جدي توګه مطرح کوي او له هغو به دفاع کوي. د نوموړې په خبره: ((موږ خبرو ته ادامه ورکوو، د خلکو غوښتنې مطرح کوو، ټول هغه څه مو په یاد دي چې تاسې له موږ غوښتي دي)).

د سولې په اړه یادې څرګندونې داسې مهال کېږي چې د طالبانو د پاتې زندانیانو خوشي کول هم په یوه ناندریزه مسئله بدل شوي دي. امریکا وایي چې ښایي طالبان د خپلو پاتې بندیانو د خوشي کولو غوښتنه وکړي، خو افغان حکومت بیا هم ټینګار کړی چې د بندیانو خوشي کول د سولې راوستلو لار نه ده.

د ملي امنیت شورا د دفتر ویاند تازه له رسنیو سره په خبرو کې ویلي چې په تېر پړاو کې د طالبانو شاوخوا پنځه زره بندیان خوشي شول، خو د جګړې په کمولو کې ګټور نه وو، نو له همدې امله باید دا ومنل شي چې د اووه زره نورو بندیانو خوشي کول هم د جګړې په کمولو کې ګټور نه تمامېږي.

Tags: Top
Previous Post

زما ژوند له طالبانو سره

Next Post

د مسیر ورځپاڼې نننۍ ګڼه په دغه پته ښکته کړئ

Spogmai Radio

Spogmai Radio

Related Posts

قزاقستان افغانستان ته د غلو صادرات ۵۷ سلنه زیات کړي دي
افغانستان

قزاقستان افغانستان ته د غلو صادرات ۵۷ سلنه زیات کړي دي

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
حنفي: ا.ا د روغتونونو تجهیز او ظرفیت لوړونې ته ژمن دی
افغانستان

حنفي: ا.ا د روغتونونو تجهیز او ظرفیت لوړونې ته ژمن دی

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
جلالي: ټولو هېوادوالو ته به معیاري روغتیايي خدمتونه برابر شي
افغانستان

جلالي: ټولو هېوادوالو ته به معیاري روغتیايي خدمتونه برابر شي

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
د کندوز په علي اباد ولسوالۍ کې ۳۰ بستریز روغتون جوړیږي
افغانستان

د کندوز په علي اباد ولسوالۍ کې ۳۰ بستریز روغتون جوړیږي

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
نورستان؛ سختو سېلابونو خلکو ته درانه مالي زیانونه اړولي
افغانستان

نورستان؛ سختو سېلابونو خلکو ته درانه مالي زیانونه اړولي

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
Next Post
عبدالله عبدالله: نن به د دواړو لورو ترمنځ جدي بحثونه پيلېږي

د مسیر ورځپاڼې نننۍ ګڼه په دغه پته ښکته کړئ

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Recommended

شاهزاده چارلز افغانانو سره د مرستې لپاره ۲۳ میلیون ډالر راټول کړي

شاهزاده چارلز افغانانو سره د مرستې لپاره ۲۳ میلیون ډالر راټول کړي

دسمبر 22, 2021
د چين استازی: نړيواله ټولنه دې د روسيې او اوکراين ترمنځ د خبرو اترو لپاره زمينه برابره کړي

د چين استازی: نړيواله ټولنه دې د روسيې او اوکراين ترمنځ د خبرو اترو لپاره زمينه برابره کړي

جنوري 15, 2023

ټولي

  • Uncategorized
  • افغانستان
  • اقتصاد
  • پوهنتون
  • تبصرې
  • څېرې
  • راشه ورشه
  • روغتیا او ژوند
  • سپورت
  • سیمه
  • غږیزې خپرونې
  • کتاب
  • ليکنې او تحلیلونه
  • معلوماتي خپرونې
  • نړیوال خبرونه
  • نړۍ
  • ورځپاڼې
  • ویډیو

Don't miss it

Uncategorized

The Rise of Online Casinos: Understanding Player Behaviour in 2026

اگست 4, 2026
Uncategorized

Your Ultimate Guide to Mega Rich Casino: Unlocking the World of Online Gaming

اگست 4, 2026
مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو
نړیوال خبرونه

مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو

اگست 4, 2026
د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې
نړیوال خبرونه

د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې

اگست 4, 2026
مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده
نړیوال خبرونه

مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده

اگست 4, 2026
ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی
نړیوال خبرونه

ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی

اگست 4, 2026
سپوږمۍ راډیو

Designed and Developed By iCode © 2026 SpogmaiRadio. All rights reserved

د پاڼو لېست

  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
  • زموږ سره اړیکه

موږ په ټولنیزو رسنیو کې تعقیب کړئ