د سره صلیب نړیوالې کمېټې (ای سي ار سي) په پنجشېر کې ۱۵۰ کروندګرو ته د حاصلاتو له راټولولو وروسته د محصولاتو د ساتنې لپاره کاري تجهیزات وېشلي دي. دغېکمېټې په خپله اېکس پاڼه لیکلي، چې په وېشل شویو وسایلو کې فلزي سیلوګانې، د غنمو د رېبلو وسایل، ترپالونه او د حاصلاتو د ساتنې ځانګړې بورۍ شاملې دي. د سره صلیب نړیواله کمېټه وايي، کروندګرو ته د حاصلاتو د ضایعاتو د کمولو او له ورکړل شویو وسایلو څخه د اغېزمنې ګټې اخیستنې په اړه روزنه هم ورکړل شوې ده.













