د بادغیس ولایت په سنګاتش، ابکمري او قادس ولسوالیو کې د پلونو او مواصلاتي لارو د خوندیتوب لپاره درې ساتندویې پروژې بشپړې او ګټې اخیستنې ته سپارل شوې دي. د دغو پروژو په ترڅ کې د سنګاتش ولسوالۍ په جعفري سیمه کې ۸۰ متره اوږد او ۱۰ متره لوړ، د ابکمري ولسوالۍ په زیمات سیمه کې ۱۵ متره اوږد او پنځه متره لوړ، او د قادس ولسوالۍ په کتهګیران سیمه کې ۱۴ متره اوږد او شپږ متره لوړ ګابیوني دېوالونه جوړ شوي دي. همدارنګه، د قادس ولسوالۍ په کتهګیران سیمه کې د سړک ترڅنګ اووه متره اوږد او درې متره لوړ حفاظتي دېوال هم جوړ او ګټې اخیستنې ته سپارل شوی دی. چارواکي وايي، د دغو پروژو موخه د سیلابونو د زیانونو کمول او د مواصلاتي لارو خوندیتوب دی.














