د چین د ماشیني صنعت فدراسیون د اګست په ۲۸مې نېټې خبر ورکړی، چې په روان کال کې يې صادراتو ډېر پرمختګ موندلی او په تېرو مسلسلو ۴۷ میاشتو کې يې د ماشيني صنعت د ودې کچه د دې هېواد د بهرنۍ سوداګرۍ د ودې تر کچې زياتوالی ښيي.
شمېرې ښيي، د روان کال له جنورۍ څخه تر جولای پورې د چین د ماشیني صنعت صادراتي ارزښت ۶۶۴ اعشاريه ۳ میلیارډو امريکايي ډالرو ته رسېدلی، چې د تېر کال د همدې مودې په پرتله ۲۰ اعشاريه ۸ سلنه زیاتوالی ښیي او د دې هېواد د بهرنۍ سوداګرۍ تر عمومي زياتوالي ۲ اعشاريه ۳ سلنه لوړ شوی دی.
د چين د ماشيني صنعت عمومي صادراتي اندازه د دغه هېواد د ټولو توکو د صادراتي اندازې ۲۶ اعشاریه ۳ سلنه جوړوي.
دا د دې ښکارندويي کوي، چې د چين د ماشيني صنعت صادرات د دغه هېواد د بهرنۍ سوداګرۍ په ثابت پرمختګ کې ډېر مهم رول لري.














