د چین د دولتي شورا مطبوعاتي دفتر د اګست د ۲۸مې نېټې په سهار يوه خبري ناسته ترسره کړې او د دغه هېواد د خدمتي سوداګرۍ د پرمختګ او د ۲۰۲۶م کال د خدمتي سوداګرۍ نړیوال نندارتون د تیاریو په اړه یې رسنيو ته مالومات ورکړي دي.
د چین د دولتي شورا مطبوعاتي دفتر ويلي، د روان کال د خدمتي سوداګرۍ نړیوال نندارتون به د نوښت او خدمتي سوداګرۍ ځانګړتیاوې او اصلي بڼې وښيي او په عمده توګه به د معلوماتو او مخابراتو، ډیجیټلي درملنې، ځیرک تعلیم او د انرژۍ د سپما او د چاپيريال ساتنې په شمول د خدمتي سوداګرۍ په ساحه کې نوې ټکنالوژۍ، نوې لارې چارې او نوې لاسته راوړنې نندارچیانو ته وړاندې کړي.
ټاکل شوې، په دغه نندارتون کې به څه باندې ۹۰ تصدۍ او ارګانونه خپلې نوې لاسته راوړنې نندارې ته وړاندې کړي او په ګڼو ساحو کې به نوې نوښتګرې ټکنالوژۍ، محصولات او خدمتونه په لومړي ځل خپاره او هم به په چین کې د لومړي ځل لپاره ننداره شي.
برسېره پر دې، د ياد نندارتون په څنډه کې به د خدمتي سوداګرۍ نړیواله سرمشریزه هم ترسره شي او د چین د خدمتي سوداګرۍ د پرمختګ راپور په شمول بېلابېل راپورونه به هم خپاره شي.
د دغه نندارتون په درشل کې به نږدې سل مجلسونه او فعالیتونه ترسره شي او د بېلابېلو هېوادونو استازي به د خدمتي سوداګرۍ د ازادېدو او اسانتیاوو په هکله مشورې وکړي.














