د اګست په ۲۸مه نېټه پر ایران د امریکا او اسرائیلو پوځي بریدونو له پیل څخه ۶ میاشتې تېرې شوې. په دغو ۶ میاشتو کې د امریکا او ایران ترمنځ شخړه له سختې شخړې څخه د “نه جګړې او نه سولې” په حالت بدله شوې ده.
د څېړونکو په اند، دې جګړې نه یوازې د انرژۍ او سمندري ترانسپورت ناورین رامنځته کړی او د نړیوالې اقتصادي ودې مخه یې نیولې ده، بلکې منځني ختیځ یې هم سخت اغېزمن کړی او د امریکا د تسلط ډېرې کمزورۍ یې څرګندې کړې دي.
په تېرو ۶ میاشتو کې د امریکا او ایران د جګړو بهیر ۴ پړاونه لري.
لومړۍ پړاو، سخته شخړه. د فبرورۍ په ۲۸مه نېټه امریکا او اسرائیلو د ایران پر وړاندې د لویې پيمانې پوځي بریدونه پيل کړل. د ایران پخوانی مذهبي مشر علي خامنه یي او ګڼ شمېر لوړ پوړي چارواکي په هوايي بریدونو کې ووژل شول.
دوهم پړاو، د خبرو اترو پرمهال جګړه هم وشوه. امریکا د اپرېل په ۷مه نېټه د ایران پر ضد د هوايي بریدونو د ځنډولو اعلان وکړ. دواړو خواوو د اپرېل په ۱۱مه نېټه د پاکستان په پلازمېنه اسلام آباد کې د خبرو اترو لومړی پړاو ترسره کړ، خو بې پایلې پای ته ورسېد. وروسته امریکا د ایران پر وړاندې د سمندري کمربند اعلان وکړ. امریکا او ایران د جون په ۱۸مه نېټه تفاهم یاددښت لاسلیک کړ او ژمنه يې وکړه چې پوځي عملیات پای ته رسوي، د هرمز تنګي د بیا پرانیستلو لپاره یې هڅوي او د وروستۍ موافقې د تر لاسه کولو لپاره د ۶۰ ورځو د خبرو اترو موده ټاکي.
درېیم پړاو، نوې شخړه رامنځته شوه. د تفاهم یاددښت له لاسلیک څخه شاوخوا یوه اونۍ وروسته، امریکا د ایران پر ضد پوځي بریدونه بیا پیل کړل او دلیل یې دا شو چې ایران پر سوداګریزو کښتیو بریدونه کړي. د جولای تر پایه پورې، دواړو خواوو د متقابلو بریدونو په څو پړاوونو کې ښکېل وو چې د دوهم پړاو په پرتله لا سخت وو، خو د لومړي پړاو کچې ته نه و رسېدلي.
څلورم پړاو، اقتصادي فشار. په اګست کې د امریکا او ایران ترمنځ مستقیمه نظامي شخړه نه ده رامنځته شوې. امریکا پر ايران د فشار لګولو تمرکز د تېلو بندیز او پولي بندیزونو ته واړاوه او د اګست په ۲۴مه نېټه یې د ایران پر وړاندې د اقتصادي بندیزونو نوې لړۍ اعلان کړه.
په ټوله کې د امریکا او ایران ترمنځ شخړې په نړۍ او منځني ختیځ څو اړخیزې اغېزې کوي.
د انرژۍ نړیوال اکمالات په جدي توګه ګډوډ شوي دي او د منځني ختیځ ځینې هېوادونه د خپلواکۍ تعقیب ګړندی کوي.
ځینو شنونکو وویل، د ایران پر وړاندې د امریکا د حکومت د جګړې د پیل یوه مهمه موخه په کورنۍ او نړیواله کچه د یوې قوي بڼې وړاندې کول وو. خو له ایران سره د کړکېچ په ټپه ولاړ حالت سره، اوسنی وضعیت د امریکا له لومړنۍ موخې څخه انحراف کړی دی.














