د چين دولت رئيس شي جين پينګ د اګست د ۳۰مې نېټې په سهار په ځانګړې الوتکه کې له بېجينګ څخه د قرغېزستان پلازمينې بېشکېک ته وخوځيد.
شي جين پينګ به په بېشکېک کې د شانګهای همکارۍ سازمان د ۲۰۲۶م کال په سرمشريزه کې ګډون وکړي او د قرغېزستان د ولسمشر جاپاروف او د مصر د ولسمشر السیسي په بلنه به له يادو دوو هېوادونو څخه رسمي ليدنې وکړي.
له شي جين پينګ سره د ده مېرمن پنګ لي يوان، د چين د کمونېست ګوند د مرکزي کمېټې د سياسي بيورو دايمي غړی او د مرکزي دفتر مشر څای چي او د سياسي بيوروغړی او خارجه وزير وانګ يي ملګرتيا کوي.













