اوس منی پيل شوی، اسمان صاف او هوا ښکلې ده.
د چين دولت رئيس شي جين پينګ د دې حاصلاتو په موسم کې د قرغېزستان د ولسمشر سادیر نورغوجویویچ جاپاروف په بلنې دغه هېواد ته رسمي سفر پيل کړی او د شانګهای همکارۍ سازمان د غړو هېوادونو د مشرانو شورا په ۲۶مه غونډه کې به ګډون وکړي.
چین او قرغېزستان ښه ګاوندي هېوادونه او ګډ برخليک لرونکی ښه ملکري دي. په دې وروستيو کلونو کې د دواړو مشرانو تر لارښوونې لاندې، د چين او قرغېزستان د اړيکو وده زرين پړاو ته ننوتلې او عملي همکارۍ يې هم د چټک پرمختګ لوري ته روانې دي. تر دې رسمي سفر مخکې، د دولت رئيس شي جين پينګ د قرغېزستان په رسنیو کې یوه مقاله خپره کړې او پکې يې ويلي، چې چین به له قرغېزستان سره یوځای هڅې وکړي او ګام په ګام به په بېلابېلو برخو کې همکارۍ وغځوي، تر څو د دوو هېوادونو د خلکو د دوستۍ کوچنۍ ویاله د چین او قرغېزستان د دوستۍ پر یوه لوی سیند بدلې کړي، او په ګډه سره د دوو هېوادونو اړیکو ته باکیفیته پرمختګ ورکړي.
د چین او قرغېزستان دودیزه دوستي د دواړو هېوادونو یوه قیمته شتمني ده.
د دواړو هېوادونو ترمنځ اړیکې اوږد تاریخ لري. د زرګونو کلونو راهیسې، د اتل ماناس په نوم تاريخي شعر د چین د قرغيز قوم او د قرغېزستان د قرغېز قوم ترمنځ مروج شوی. “ماناس” د چین او قرغېزستان د خلکو ګډه معنوي شتمني ګرځولې، پکې د دواړو هېوادونو د خلکو کلتوري یادګارونه او احساساتي خواخوږي موجوده ده.
د دولت رئيس شي جين پينګ په خپله مقاله کې ویلي، چې د چین او قرغېزستان په ګډه سره د “ماناس” په ګډون نړیوال غیرمادي کلتوري میراثونه ساتنه کړې او دغه کلتوري میراثونه یې ترویج کړي او کوي يې، په دې سره د دواړو هېوادونو خلک له نږدې د بل هېواد کلتوري ښکلا احساس کولی شي.
قرغېزستان چې د منځنۍ آسیا په زړه کې موقعیت لري، یو له هغو هېوادونو څخه دی چې لومړی يې د چپن د کمربند او لارې په ګډه ابادي کې برخه واخيسته. د قرغېزستان په پلازمېنه بېشکېک کې، د چين لوبان ورکشاپونو لخوا زرګونه ځايي تخنیکي کسان روزل شوي؛ کنفوسيوس پوهنځی د قرغېزستان د ډېرو ځوانانو لپاره د چین د پېژندلو او د خپلو ارمانونو د پوره کولو کړکۍ ګرځېدلی دی. چین او قرغېزستان په ګډه سره د دوستۍ نوي ټوټي رالويوي او د نسلونو دوستۍ بنسټ نور هم پیاوړی کوي.
د “ماناس” لومړۍ درجه مډال د قرغېزستان تر ټولو لوړ ملي نښان دی. د ۲۰۱۹ کال په جون په بېشکېک کې، قرغېزستاني حکومت د چين دولت رئيس شي جين پينګ ته د “ماناس” لومړۍ درجه مډال ورکړی. قرغېزستاني لوري د چین او قرغېزستان د هراړخیزو ستراتیژیکو همکاريزو اړیکو د پرمختګ لپاره د شي جين پينګ له ځانګړو ونډو څخه مننه څرګنده کړې.
په ۲۰۱۳ کال کې، د چين او قرغېزستان ستراتیژیکې همکاريزې اړيکې جوړې شوې؛ په ۲۰۱۸ کال کې، د دواړو هېوادونو اړيکې هراړخیزو ستراتیژیکو همکاريو اړيکو ته لوړې شوې؛ په ۲۰۲۳ کال کې، دواړو هېوادونو د نوي عصر هراړخیزې ستراتیژیکې همکاريزې اړيکې جوړې کړې او د چین او قرغیزستان د ګډ برخليک ټولنه يې رامنځته کړې…. له نوي عصر راهیسې، د چین او قرغېزستان اړیکو ډېره لویه پراختیا ترلاسه کړې.
چین په تېرو څو مسلسلو کلونو کې د قرغېزستان لومړی سوداګریز شریک، لومړی وارداتي سرچینه او پانګونې لومړۍ سرچینه پاتې شوی. په ۲۰۲۵ کال کې، د دواړو هېوادونو د توکو تجارتي اندازه ۲۷ اعشاریه ۲ میلیارډو ډالرو ته رسېدلې، چې د تېر کال په پرتله ۲۰ سلنه زیات شوی او یو ځل بیا تاریخي لوړ ریکارډ يې جوړ کړی. د پانګونې په برخه کې د دواړو هېوادونو همکارۍ چټکې ودې لري، د کرنې، انرژۍ او کانونو په برخو کې يې همکاري په دوامدار ډول ژورېږي او د مصنوعي ځيرکتيا او ډیجیټلي اقتصاد په شمول نوې همکارۍ يې هم پرمختګ مومي.
د قرغېزستان ولسمشر جاپاروف ویلي، چې له چین سره ګاونډيتوب د قرغېزستان ترټولو ارزښتناک امتياز دی او په خبره يې، قرغېزستان به په خپلې بهرنۍ تګلارې کې له چین سره اړیکو ته امتياز ورکړي.
دوديزه دوستي ښه ساتل او همکاريو ته دوامداره وده ورکول، په دې سره به د چین او قرغېزستان د دوستۍ ونه ډېرې څانګې او پاڼې ولري او په ټولو څلورو موسمونو کې به شنه وي.














