په بېشکېک کې د شانګهای همکارۍ سازمان د ۲۰۲۶م کال سرمشريزې د پيل په درشل کې، د نوموړي سازمان سرمنشي نورلن ايرمېکبايف له چين مېډيا ګروپ سره ځانګړۍ مرکه وکړه. هغه وويل، چې شانګهای همکارۍ سازمان د تاسيس له ۲۵ کلونو راهيسې د غړو د متقابل باور ښه فضا برابره کړې او د سلامشورو له لارې يې د برابرۍ او متقابل درناوي پر بنسټ ولاړ ډيالوګ ميکانيزم جوړ کړی دی.
ايرمېکبايف په مرکه کې وويل، د شانګهای همکارۍ سازمان سمسور پرمختګ ښيي، چې بېلا بېل هېوادونه د ګډو موخو لپاره راغونډ شوي. نوموړي زياته کړه، چې دغې موخې د دغه سازمان د ثبات او امنيت خونديتوب ته ورکولی شي، دواملرونکی پرمختګ رامنځته کولی شي او د بېلا بېلو خلکو ته لازياتې ګټې رسولي شي.
نوموړي همدارنګه وويل، چې که مهمې ټولنيزې او اقتصادي مسئلې حل نه شي او د بېلا بېلو هېوادونو د خلکو د ژوند او ښوونې کچې او د عامه خدمت سويه لوړه نه شي، د هېوادونو دايمي امنيت به ډاډمن نه شي.














