په نیپال او تبت کې د تېرې اونۍ د ویجاړوونکو سېلابونو له امله د مړو شمېر ۷۵۰ کسانو ته رسېدلی او ۳ زره او ۴۴ کسان لا هم نادرکه دي. د رویټرز د راپور له مخې، د سختې هوا له امله د ژغورنې عملیات له جمعې ورځې راهیسې څو ځله درول شوي دي. د بارانونو له امله د سیندونو د اوبو کچې له لوړېدو سره ژغورونکي لوړو سیمو ته انتقال شوي دي. چارواکي اندېښنه لري چې د نیپال او چین پر پوله د یوه یخچال د نړېدو له امله جوړ شوی جهیل ښايي د نورو سېلابونو لامل شي.














