د غزني د والي ویاند واحدالله جمعه زاده وایي چې تېره شپه شاوخوا دوولس بجې د غزني ولایت په ملانوح بابا سیمه کې وسله والو طالبانو غوښتل چې له هاموې ټانک په وسیله د افغان ځواکونو پر یوه مرکز ځانمرګی برید وکړي، خو برید ته تر رسېدو مخکې د افغان ځواکونو له لوري په نښه شوی دی. د سرچینې په خبره په پېښه کې یو افغان سرتېری وژل شوی او دوه کسه نور ټپيان دي. د والي ویاند دغه راز وایي یو بل موټربم چې پر امنیتي ځواکونو د برید لپاره تیار شوی و، کشف او خنثی شوی دی. د غزني چارواکي په دغه ولایت کې د نورو نښتو خبر هم ورکوي او په وینا یې وسله والو طالبانو پر څو نورو امنیتي پوستو هم بریدونه کړي خو په شا تمبول شوي دي.
































