د رویټرز د راپور له مخې، شمالي کوریا ویلي چې د امریکا دښمنانه تګلاره لا هم نه بدله شوې. پیونګیانګ ټینګار کړی چې اټومي وسلې یې د ملي حاکمیت تضمین دي او د دغو وسلو پیاوړتیا ته به دوام ورکړي. شمالي کوریا همداراز ویلي چې د سیمې د کړکېچ د کمېدو تمه بېمعنا ده او د امریکا په اړه یې سیاست کې هېڅ بدلون نه دی راغلی.














