په سربيا کې د نانوبي دهليز پوخ سړک د اګست د ۳۰مې نېټې په سهار د یو لړ مراسمو په ترڅ کې پرانيستل شو.
په دغو مراسمو کې د سربيا ولسمشر اليکسندر وچيچي، لومړي مرستيال صدراعظم او د ماليې وزير سينيسا مالي، د ساختمانۍ، ترانسپورټ او زېربناوو وزيرې اليکسندره سوفرونيېويچ او په دغه هېواد کې د چين سفارت لنډ مهاله شارژدافير جانګ جه ګډون کړی و.
ولسمشر وچيچي په موټر کې پر دغه پوخ سړک ولاړ او له نږدې يې تجربه کړ او دغه پروژه يې د سربیا د پرمختګ لپاره ډېره مهمه بللې او ستاینه یې کړې ده.
هغه ويلي، د نانوبي دهليز پوخ سړک به د سربيا د ملي ګټو، په کور دننه د سيلانيزو چارو د پرمختګ او د ختيځې برخې د اقتصادي پراختيا لپاره مهم رول ولوبوي.
هغه بيا اعلان وکړ، چې پر دغه پوخ سړک به د روانې مياشتې په ۳۱مه نېټه د موټرو تګ راتګ پيل شي.














