د هند لومړي وزیر نریندرا مودي د ایران له ولسمشر مسعود پزشکیان سره د قرغیزستان په پلازمېنه بیشکیک کې کتلي دي. مودي ویلي، په دې لیدنه کې د هند او ایران د تاریخي اړیکو پر پیاوړتیا او د سوداګریزو اړیکو د پراختیا په اړه خبرې شوې دي. دواړو لورو په سیمه کې پر روان وضعیت هم بحث کړی او مودي ټینګار کړی چې هند به په سیمه کې د تلپاتې سولې د ټینګښت لپاره خپلو هڅو ته دوام ورکړي.













