د ا.ا ویاند ذبیحالله مجاهد حکومت د رسنیو په هنداره کې غونډې ته وویل، په ۱۴۴۷ قمري کال کې د افغانستان او ایران ترمنځ د سوداګرۍ کچه له ۳.۳ میلیارد ډالرو اوښتې. نوموړي وویل ایران سره د سوداګریزو اړیکو د پراختیا په برخه کې د پام وړ پرمختګونه شوي. مجاهد دغه راز وویل، هند ته هم د افغانستان په صادراتو کې زیاتوالی راغلی او په ۱۴۴۷ کال کې هند ته د افغانستان د صادراتو کچه ۷۷۳ میلیون ډالرو ته رسېدلې او له دغه هېواد څخه د وارداتو کچه بیا ۲۶۶ میلیون ډالره ده. هغه زیاته کړې چې تېر کال بېلا بېلو ازبکستاني ادارو سره هم د څه باندې یو میلیارد ډالرو په ارزښت سوداګریز هوکړهلیکونه لاسیک شوي.














