د چين د دفاع وزارت د سپتمبر په ۳مه نېټه خبر ورکړ، چې د چين او سينګاپور سمندري پوځ به د سپتمبر په لومړيو کې د ګوانګ دونګ ولايت د جان جيانګ ښار په شاوخوا سمندري سيمه کې د « سمندري همکارۍ ـ ۲۰۲۶» په نوم پوځي تمرين تر سره کړي. په تمريناتو کې به د جنګي مرمۍ د ډزو تمرین، په سمندر کې اکمالات او د ګډې لټونې او ژغورنې په شمول پروژې شاملې وي.
د دې تمرين موخه د چين او سينګاپور تر منځ د متقابل باور د زياتوالي، د خپلمنځي عملي همکارۍ د پياوړتيا او د سيمه ييزې سولې او ثبات د ساتلو لپاره د ګډ توان لوړول دي.














