د ا.ا ویاند ذبیحالله مجاهد وايي، ا.ا د افغانستان د ملي ګټو په پام کې نیولو سره له ټولو هېوادونو، په ځانګړي ډول اروپايي هېوادونو سره د ښو او پراخو اړیکو غوښتونکی دی. نوموړي ویلي، هغه هېوادونه چې په افغانستان کې یې جګړه کړې، باید د جګړې د وخت تګلارې بدلې او له افغانستان سره خپلې ډیپلوماټیکې اړیکې پراخې کړي. مجاهد ټینګار کړی چې د ا.ا هڅه دا ده چې په ډیپلوماټیک ډګر کې د افغانستان ګټې خوندي شي او له ټولو هېوادونو سره متوازنې اړیکې ولري.














