په پاکستان کې د افغانستان سفارت وايي، د پنجاب ایالت د چکوال سیمې د یو شمېر افغان کډوالو د مالونو د لیلام موضوع یې له اړوندو پاکستاني ادارو سره شریکه کړې ده. د سفارت په خبرپاڼه کې ویل شوي، چې د سفارت یوه پلاوي پرون چکوال ته سفر کړی او د افغان کډوالو مالونه یې له نږدې ارزولي دي. پلاوي له سیمهییزو چارواکو سره هم خبرې کړې، څو د دې ستونزې لپاره قانوني او مناسب حل وموندل شي او د افغان هټیوالو حقوق او مالونه خوندي پاتې شي. یاد سفارت وايي، سیمهییزو چارواکو د همکارۍ ډاډ ورکړی او موضوع د سفارت له لوري په جدي توګه تعقیبېږي.














