د کانونو او پټرولیم وزیر ملا هدایتالله بدري د سعودي عربستان د «دلتا انټرنیشنل» شرکت له اجرائیوي رئیس شاهر التقي سره کتلي او د افغانستان د نفت او ګازو په برخه کې یې د پانګونې او همکاریو په اړه خبرې کړې دي. د سرچینې په خبره په دې کتنه کې د نفت او ګازو د تفحص، اکتشاف او استخراج په برخو کې د پانګونې پر فرصتونو بحث شوی دی. د دغه سعودي شرکت اجرائیوي رئیس ویلي، که لازم شرایط برابر او له افغان لوري سره تفاهم وشي، شرکت یې چمتو دی چې په نږدې راتلونکي کې د افغانستان د نفت او ګازو په برخه کې پانګونه وکړي.














