د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ صندوق یونیسف په نیپال کې له سېلاب ځپلو ماشومانو او کورنیو سره د مالي مرستې غوښتنه کړې ده. یونیسف په اېکس پاڼه لیکلي، په نیپال کې له پراخو سېلابونو وروسته زرګونه ماشومان او کورنۍ له سختو ستونزو او اندېښنو سره مخ دي. دغه سازمان وايي، تر ملاتړ لاندې یې رواني – ټولنیز مشاورین له ځپل شویو ماشومانو او کورنیو سره د مشورې او رواني ملاتړ په برخه کې مرسته کوي. یونیسف له خلکو غوښتي چې د دغو ماشومانو او کورنیو د ملاتړ لپاره مالي مرستې وکړي.














