د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کمېشنري (یو این ایچ سي ار) وایي جبري بېځایه شوي کسان د ګڼو ستونزو له زغملو سره سره هره ورځ د خپل ژوند د ښه کولو لپاره هڅې کوي. دغه سازمان په خپله اېکس پاڼه لیکلي، پناهغوښتونکي د دې له پام پرته چې د کوم ځای دي او څوک دي، د نړیوال ملاتړ او پاملرنې وړ دي. یو این ایچ سي ار ټینګار کړی چې بېځایه شوي کسان هر چېرته چې وي، د نړیوالې پاملرنې، ملاتړ او خپلو اساسي حقونو د خوندیتوب اړتیا لري. دغه سازمان تر دې مخکې هم ویلي وو چې د پناهغوښتونکو حقوق، بشري حقوق دي او باید د هر انسان له حقونو ملاتړ وشي.














