د شانکهای د همکارۍ سازمان د سرمشريزې د جوړېدو په درشل کې د سي اس اېن هوايي شرکت(China Southern Airlines)هغه لومړۍ الوتنه چې پکې د سي اېم جي هوايي چينل له خوا د دې سازمان په تړاو پروګرامونه خپاره شوي، د سپتمبر په لومړۍ نېټه له بېجينګ څخه د قرغيزستان پلازمينې بیشکېک ته وخوځيده. د معلوماتو له مخې، د دغو پروګرامونو او فلمونو د خپرېدو فعاليت د چين د ميډیا ګروپ ( سي اېم جي) او د چين د سي اس اېن له خوا په ګډه تر سره شوی دی.
د خبر له مخې، سي اېم جي د قرغيزي، روسي، انګليسي، قزاقي او عربي ژبو په شمول د دې سازمان د ۱۵غړو هېوادونو په ژبو د دې شرکت په ۱۵۵ هوايي لارو کې ((له کړکۍ څخه بهر ابي سیاره))،(( د روبوټونو ځیرک تولید))، (( په چين کې د هڅې او مبارزې په لاره )) په شمول نږدې شل پروګرامونه او فلمونه خپاره کړي دي.














