د چين د شيځانګ کورواکې سيمې په جيلونګ ولسوالۍ کې د اګست د ۲۶مې نېټې د ځمکې ښويېدنې له ناورين وروسته، شيځانګ سمدلاسه د ځمکې، سمندر او هوا له لارې د ورک شویو کسانو د لټون او ژغورنې کارونه پیل کړل.
د یاد ناورین د بیړنۍ ژغورنې مرستیال قوماندان ژن وی وویل: لومړی، د هر یوه انسان د ژغورلو لپاره به له خپل ټول توان څخه کار واخیستل شي؛ دویم، د ناورین له امله زیانمنو شویو هر یوه وګړي د لېږد او مناسب ځای پر ځای کولو چارې به په پوره پاملرنه ترسره شي، ۵۵۵ هغه کورني سیلانیان چې په سیمه کې پاتې وو، خوندي ځایونو ته به ولېږدول شي، او د نیپالي تابعیت لرونکو ۱۷۲۰ سرحدي اوسېدونکو د ژوند د اړتیاوو د تأمین لپاره به هم مناسب تدابیر ونیول شي؛ درېیم، د هر هغه کس چې اړیکه ورسره پرې شوې، د هویت د تثبیت چارې به په جدي او مسؤولانه توګه ترسره شي.











