دوشنبه, سپتمبر 7, 2026
سپوږمۍ راډیو
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
No Result
View All Result
Home نړیوال خبرونه

یوه فلم د چين د ډيپلوماسۍ ځانګړتياوې ښکاره کړې

Spogmai Radio by Spogmai Radio
سپتمبر 7, 2026
in نړیوال خبرونه
0
یوه فلم د چين د ډيپلوماسۍ ځانګړتياوې ښکاره کړې
585
SHARES
3.2k
VIEWS
Share on FacebookShare on Twitter

«اکونومېسټ» مجلې په دې وروستیو کې د چین « د دریګون رستورانت ته ښه راغلاست» «Once Upon A Time in the Middle East» فلم په اړه په یوه تبصره کې د چین ډیپلوماسۍ ته د ” دریګون رستورانت ډیپلوماسي“ نوم ورکړی دی. دې مجلې د فلم د ” ښه خواړه وخورئ، ماشومان مو ښه وروزئ“ په څېر د ساده او عادي موضوعاتو پر بنسټ، د چین بهرنۍ اړیکې داسې انځور کړې دي چې ګواکې تر ډېره د سوداګریزو ګټو له مخې هڅول کېږي او په ایډیالوژیکه مانا له ” ژورتیا “ څخه بې ‌برخې دي.

«دریګون رستورانت ته ښه راغلاست» فلم یو چینايي پخلی د منځني ختیځ چاپېریال کې په داسې حال کې انځوروي چې له جګړو او شخړو سخت اغېزمن شوی دی. فلم کیسه د ولسمشر، جنرال یا دیپلومات له لید لوري نه رااخلي؛ بلکې کمره یې پر هغو عادي خلکو راڅرخي چې هڅه کوي رستورانت پرانیستی وساتي او د ژوند د دوام لپاره مبارزه وکړي.

You might also like

د ازبکستان د عالي کانګرېس د مشرانو جرګې له لومړي مرستيال رئیس صفایوف سره ځانګړې مرکه

وانګ يي د اسلامي همکارۍ سازمان نوي عمومي منشي ته د مبارکۍ پيغام واستاوه

اروپايي ټولنه له ګرېنلنډه خپل مالي ملاتړ پراخوي

په دې فلم کې په ځلونو پر ” ښه خواړه وخورئ “ ټینګار شوی او خلکو ته یادونه کوي چې د سیاست نهايي هدف د پام وړ سټراټژيکو اصطلاحاتو جوړول نه دي، بلکې د داسې ټولنیز نظم رامنځه کول دي چې عادي خلکو ته اجازه ورکوي چې عادي او ساده ژوند ولري.

په داسې حال کې چې عصري نړیوال سیاست تر ډېره د قدرت ژبه د عادي خلکو د ورځني ژوند له تجریبو لوړه ګڼي.

یوه پوځي بریا شاید نړيواله نقشه بدله کړي، خو دا تضمین نه شي کولی چې یوې کورنۍ ته کافي ډوډۍ برابره کړي.

یو جغرافيايي سیاسي اتحاد شاید د ستراتیژیستانو اړتیاوې پوره کړي، خو د یوه ماشوم د خوندیتوب تضمین هېڅکله نه شي کولی.

بندیزونه شاید د یوه سیاسي هوډ ښودنه وکړي، خو د یوه مناسب فعال روغتون د رامنځته کېدو لامل نشي کېدای.

په دې فلم کې راسټورانټ یوازې راسټورانټ نه دی، بلکې په نړیوالو اړیکو کې د بلې دیدګاه لپاره پر یوې استعارې بدلېږي.

نړۍ یوازې د هېوادونو او قدرتونو لخوا جوړ شوی د شطرنج تخته نه ده، بلکې د انسانانو لپاره د ډوډۍ خوړلو میز هم دی.

دا ريښتنې خبره ده، چې چین اقتصادي پرمختګ ته په درنه سترګه ګوري. پخوا چين له اوږدې مودې بېوزلۍ سره مخ و او بیا د خپلو هڅو په نتیجه کې  د نړۍ دوهم لوی اقتصاد شو. په دې بهير کې دغه هېواد د نړیوالو اړیکو په اړه خپله ځانګړې پېژندنه رامنځته کړې: پرمختګ یوازې اقتصادي شاخصونه نه دي، بلکې د ټولنیز ثبات، انساني عزت او ملي خپلواکۍ بنسټ هم دی.

د ډېرو پرمختيايي هېوادونو لپاره، تر ټولو بیړنۍ مسئله په سياسي نظري بحثونو کې نه ده، بلکې د دې برعکس دا ده، چې  په کور کې برېښنا شته که نه، ماشومان ښوونځي ته تللی شي که نه، کرنيز تولیدات بازار لري که نه، روغتونونه په سمه توګه کار کوي که نه، د څښاک پاکې اوبه شته که نه، او له ناورين وروسته سړکونه بیا پرانیستل کېږي که نه.

د يادونې وړ ده، له دې فلم څخه د چين د ډيپلوماسۍ يوه ځانګړتيا هم ښکاره شوې، چې بېلابېلو کلتورونو ته درناوی کوي.

دا د نړیوالو اړيکو د حل لپاره هم يو ښه انعکاس دی.

چین هیڅکله له هېڅ هېواد څخه نه دي غوښتي، چې خپل ځان د چین په شان بدل کړي، او په دې اند هم نه دی، چې نور هېوادونه په ساده توګه د چین د پرمختګ لاره کاپي کولای شي.

چین پر دې ټینګار کوي، چې هر هېواد باید د خپلو ملي شرایطو سره سم خپله مناسبه لاره وټاکي.

د چين د کمربند او لارې د ګډ‌ې ابادۍ همکاري په دوامداره توګه د ګډونوالو هېوادونو بنسټیز تاسیسات، ترانسپورټ، برېښنا، د اوبو رسولو، ښوونځي او طبي تاسیسات ښه کوي او د میلیارډونو عامو خلکو ژوند یې په ژوره توګه بدل کړی دی. په ورته وخت کې، چین د ملګرو ملتونو د امنیت شورا په دایمي غړو هېوادونو کې هغه هېواد دی، چې اړينو سيمو ته یې تر ټولو زیات سوله ساتونکي لېږلي دي.

دغه فلم یوه فرهنګي کړکۍ برابروي چې نړۍ ته د نړيوالو اړیکو په اړه د چين افکار وړاندې کوي، چې تل سوله، پرمختګ او د عامو خلکو ګټو ته ارزښت او پاملرنه کوي.

Previous Post

وانګ يي د اسلامي همکارۍ سازمان نوي عمومي منشي ته د مبارکۍ پيغام واستاوه

Next Post

د ازبکستان د عالي کانګرېس د مشرانو جرګې له لومړي مرستيال رئیس صفایوف سره ځانګړې مرکه

Spogmai Radio

Spogmai Radio

Related Posts

د ازبکستان د عالي کانګرېس د مشرانو جرګې له لومړي مرستيال رئیس صفایوف سره ځانګړې مرکه
نړیوال خبرونه

د ازبکستان د عالي کانګرېس د مشرانو جرګې له لومړي مرستيال رئیس صفایوف سره ځانګړې مرکه

by Spogmai Radio
سپتمبر 7, 2026
نړیوال خبرونه

وانګ يي د اسلامي همکارۍ سازمان نوي عمومي منشي ته د مبارکۍ پيغام واستاوه

by Spogmai Radio
سپتمبر 7, 2026
اروپايي ټولنه له ګرېنلنډه خپل مالي ملاتړ پراخوي
نړیوال خبرونه

اروپايي ټولنه له ګرېنلنډه خپل مالي ملاتړ پراخوي

by Spogmai Radio
سپتمبر 7, 2026
یونیسف: د نیپال له سېلاب ځپلو ماشومانو او کورنیو سره مالي مرسته وکړئ
نړیوال خبرونه

یونیسف: د نیپال له سېلاب ځپلو ماشومانو او کورنیو سره مالي مرسته وکړئ

by Spogmai Radio
سپتمبر 7, 2026
ولاديمير پوټين: روسيه به هڅه وکړي چې له امريکا او اوکراين سره د خپلو خبرو په ترڅ کې د اړوندو پرسونلو امنيت وساتي
نړیوال خبرونه

ولاديمير پوټين: روسيه به هڅه وکړي چې له امريکا او اوکراين سره د خپلو خبرو په ترڅ کې د اړوندو پرسونلو امنيت وساتي

by Spogmai Radio
سپتمبر 6, 2026
Next Post
د ازبکستان د عالي کانګرېس د مشرانو جرګې له لومړي مرستيال رئیس صفایوف سره ځانګړې مرکه

د ازبکستان د عالي کانګرېس د مشرانو جرګې له لومړي مرستيال رئیس صفایوف سره ځانګړې مرکه

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Recommended

د بښنې نړیواله اداره: پر افغانستان دې مالي محدودیتونه ختم کړل شي

د بښنې نړیواله اداره: پر افغانستان دې مالي محدودیتونه ختم کړل شي

نوومبر 24, 2021
بین الافغاني خبرې اترې او د سولې راتلونکی

بین الافغاني خبرې اترې او د سولې راتلونکی

سپتمبر 7, 2020

ټولي

  • Uncategorized
  • افغانستان
  • اقتصاد
  • پوهنتون
  • تبصرې
  • څېرې
  • راشه ورشه
  • روغتیا او ژوند
  • سپورت
  • سیمه
  • غږیزې خپرونې
  • کتاب
  • ليکنې او تحلیلونه
  • معلوماتي خپرونې
  • نړیوال خبرونه
  • نړۍ
  • ورځپاڼې
  • ویډیو

Don't miss it

د ازبکستان د عالي کانګرېس د مشرانو جرګې له لومړي مرستيال رئیس صفایوف سره ځانګړې مرکه
نړیوال خبرونه

د ازبکستان د عالي کانګرېس د مشرانو جرګې له لومړي مرستيال رئیس صفایوف سره ځانګړې مرکه

سپتمبر 7, 2026
یوه فلم د چين د ډيپلوماسۍ ځانګړتياوې ښکاره کړې
نړیوال خبرونه

یوه فلم د چين د ډيپلوماسۍ ځانګړتياوې ښکاره کړې

سپتمبر 7, 2026
نړیوال خبرونه

وانګ يي د اسلامي همکارۍ سازمان نوي عمومي منشي ته د مبارکۍ پيغام واستاوه

سپتمبر 7, 2026
اروپايي ټولنه له ګرېنلنډه خپل مالي ملاتړ پراخوي
نړیوال خبرونه

اروپايي ټولنه له ګرېنلنډه خپل مالي ملاتړ پراخوي

سپتمبر 7, 2026
قانع: ۹۵ سلنه امنیتي ځواکونه په ینفورم سمبال شوي
افغانستان

قانع: ۹۵ سلنه امنیتي ځواکونه په ینفورم سمبال شوي

سپتمبر 7, 2026
ازبکستان سره د افغانستان سوداګري ۱.۲ میلیارده ډالرو ته رسېدلې
افغانستان

ازبکستان سره د افغانستان سوداګري ۱.۲ میلیارده ډالرو ته رسېدلې

سپتمبر 7, 2026
سپوږمۍ راډیو

Designed and Developed By iCode © 2026 SpogmaiRadio. All rights reserved

د پاڼو لېست

  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
  • زموږ سره اړیکه

موږ په ټولنیزو رسنیو کې تعقیب کړئ