د چين د بهرنيو چارو وزير وانګ يي د اسلامي همکارۍ سازمان نوي عمومي منشي اسماَعيل ولد شيخ احمد ته د مبارکۍ پيغام واستاوه.
وانګ يي په خپل پيغام کې وويل چې د اسلامي همکارۍ سازمان له اسلامي هېوادونو سره د چين د اړيکو د پراختيا يو پل دی. په دې وروستيو کلونو کې، د چين او ياد سازمان تر منځ اړيکو په مسلسل ډول وده او پرمختګ کړی، دواړو اړخونو په اساسي مسئلو کې تل يو له بل ملاتړ کړی. چين له دې سازمان سره د اړيکو پراختيا ته ډېر اهميت ورکوي او ليواله دی چې د دواړو اړخونو تر منځ د اړيکو د لا پرمختګ لپاره له عمومي منشي ښاغلي اسماعیل سره ګډ کوښښونه وکړي.












