د اروپايي کمېسیون مشره، اورزولا فون دیر لاین، په دوه ورځني سفر لپاره ګرینلنډ ته تللې ده، څو له ګرینلنډ او ډنمارک سره د اروپايي ټولنې سیاسي او اقتصادي ملاتړ څرګند کړي. ټاکل شوې ده چې فون دیر لاین د خپل سفر پر مهال په ګرینلنډ کې د مهمو منرالونو، سپوږمکۍ مخابراتو او نوې کېدونکې انرژۍ په برخو کې د اروپايي ټولنې د پانګونې د زیاتولو پلانونه اعلان کړي. د دې سفر موخه له ګرینلنډ سره د اروپايي ټولنې د اړیکو پیاوړتیا او د ارکټیک سیمې د ستراتیژیک اهمیت له زیاتېدو سره د همکاریو پراخول بلل شوي دي.













