د امريکايي ځواکونو مرکزي قوماندانۍ د سپتمبر په ۵مه نېټه په يوې اعلاميې کې ويلي، ځواکونو يې په همدې ورځ د ايران د تيلو ۳ بيړۍ ويجاړې کړې، ځکه چې وړاندې د ايران اسلامي انقلابي ګارډ د امريکا پر دوو پوځي بيړيو بريدونه کړي وو.
د دغې اعلاميې له مخې، د امريکا يوې الوتک وړونکې بيړۍ او د توغنديو شړلو بيړۍ څو ځلې د ايران له بريدونو څخه ډډه کړې او ورته هېڅ مرګژوبله نه ده اوښتې.
په دغې اعلاميې کې هم ويل شوي، امريکايي ځواکونو ور پسې د ايران خارک ټاپو او په جنوب کې جاسک بندر ته نږدې د تيلو دوه بيړۍ په نښه کړې او په دايمي توګه يې د تګ راتګ وړتيا ويجاړه کړې ده. د دې تر څنګ امريکايي ځوړاکونو په عمان خليج کې د ايران د تيلو پر بلې بيړۍ حمله او ويجاړه يې کړې ده.













