د جرمني په دويسبورګ کې د ۲۰۲۶م کال چيني فيستوال د سپتمبر د ۴مې نېټې په مازديګر پرانيستل شو چې د چين د هوبۍ ولايت د ووهان ښار په شمول د څو ځايونو هنري پلايو ځايي نندارچيانو ته خپلې هنري نندارې وړاندې کړې او د جرمني د مختلفو ټولنو زياتې ستاينې يې خپلې کړې دي.
په دغه درې ورځنی چيني فيستوال کې د چيني کلتور ځانګړې غرفې جوړې شوې چې ترې د چين دوديز خوراکونه، عنعنوي کلتورونه او هنرونه ښودل کېږي.
د سپتمبر د ۴مې نېټې په شپه کې د دغه چيني فيستوال د پرانيستلو په هنري ننداره کې کابو ۴۰ چيني هنرمندانو د بېجينګ اوپرا، اکروباتيک او قومي نڅا په ګډون څه باندې لس ځانګړي پروګرامونه د دواړو هېوادونو نندارچيانو ته وړاندې کړي دي.













