د غور د کلیو، بیارغونې او پراختیا ریاست مسوولینو د دغه ولایت په فېروزکوه ښار کې د لس کیلو مترو سړک د رغول کېدو خبر ورکړی دی. د غور د کلیو بیا رغونې او پراختیا ریاست مطبوعاتي مسوول ذبیح الله غوثي وايي، چې د ۲۱ میلیونه ۷۸۱ زره ۸۶۰ افغانیو په لګښت ۱۰،۶۴ کیلو متره سړک د رغولو چارې بشپړې او ګټې اخیستنې ته وسپارل شو. د یادونې وړ ده، چې یاد سړک د څو سترو او کوچنیو کلیو ترمنځ د تګ را تګ آسانتیاوې برابرې کړې دي.












