د پاکستان دفاع وزیر خواجه اصف وايي، پر سعودي عربستان د یمن د حوثیانو بریدونه به د پاکستان، سعودي عربستان او ترکیې د ګډې دفاعي هوکړې د عملي کېدو لامل شي او پاکستان د دې هوکړې له مخې د مرستې مکلفیت لري. خواجه اصف ویلي، که د هوکړې پر یوه غړي برید وشي، د هوکړې له مخې به د ټولو غړو پر وړاندې برید بلل کېږي. دا څرګندونې وروسته له هغې کېږي چې د سپټمبر په ۸مه حوثیانو د سعودي عربستان پر جنوبي سیمو توغندیز او بېپیلوټه بریدونه وکړل. په دغو بریدونو کې ۷۳ کسان ټپیان شوي او د ابها، جازان، نجران او خمیس مشیط په ښارونو کې د انرژۍ او نورو تاسیساتو ځینې برخې په نښه شوې دي.














