په کابل کې د ایران سفارت وایي، د ایران د اوسپنې پټلۍ د تمویل برخې مدیر نورالله بیرانوند د هرات–مزارشریف اوسپنې پټلۍ د لومړۍ برخې د جوړولو لپاره د مالي تمویل طرحه څېړلې ده. د ایران سفارت په وینا، د ۶۵۷ کیلومتره اوږدې دې پروژې د پلان جوړونې او مالي تمویل بهیر نوي پړاو ته داخل شوی دی. د هرات–مزارشریف اوسپنې پټلۍ پروژه تر دې وړاندې د ازبکستاني متخصصانو له لوري سروې شوې او ټاکل شوې وه چې ډیزاین یې هم د ازبکستان له خوا ترسره شي. ایران او ترکیې هم د دې پروژې د جوړولو او پراختیا لپاره د همکارۍ چمتووالی ښودلی دی.












