چهارشنبه, اگست 5, 2026
سپوږمۍ راډیو
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
No Result
View All Result
Looking for a reliable place to play online? With instant deposits, exciting promotions, and a huge game selection, you'll find everything you need at Samba Slots.
Home ليکنې او تحلیلونه

چین د افغان جلغوزیو لپاره ستر او غوره بازار دی

لیکنه: ډېوه؛ د چین میډیا ګروپ خبریاله

Spogmai Radio by Spogmai Radio
دسمبر 14, 2020
in ليکنې او تحلیلونه
0
چین د افغان جلغوزیو لپاره ستر او غوره بازار دی
585
SHARES
3.2k
VIEWS
Share on FacebookShare on Twitter

يو کمربند او يوه لاره؛ په چين کې د افغانستان مشهور توليدات

جلغوزي په چين کې ستر بازار او مينه وال لري. د چين په شمال- ختيځ کې دې ته ورته يو بل ډول جلغوزي هم شته دي، خو پوسټکی يې سخت دی او د خوړلو په وخت کې په اسانه نه ترې لرې کيږي. د چيني مشتريانو په نظر د افغانستان جلغوزيو پوټکی نازک دی او په اسانه توګه ترې لرې کېدلی شي او مغز یې هم لوی دی او خوند يې هم ښه دی. پردې سربېره، دغه جلغوزي له ونو څخه له اخيستلو وروسته تر ډاډه کولو، بيرياني کولو پورې يوازې مالګين خوند پکې لږ څه زياتيږي چې هيڅ کيمياوي مواد پکې نشته. نو دغه خوندور او د روغتيا له اړخه ډاډمن جلغوزي د چيني مشتريانو ډېر د خوښې وړ دي.

You might also like

د جلال‌آباد په مرکزي برخو کې په ریکشو د بندیز اغېزې

د «پنځلسم پنځه کلن پلان» د چین پرمختک ته رهبري کوي نړۍ ته ثبات او فرصتونه برابروي

د راستانه شویو هېوادوالو د سر پناه ستونزه

په چین کې د افغاني جلغوزیو یوه پلرونکې وایي: «که څه هم د افغانستان جلغوزي ډېر ښه کيفيت لري، خو مخکې چين ته په مستقيمه توګه نه شوای صادرېدای. پخوا د افغانستان جلغوزي د سوداګريز محدوديت له امله يوازې په ټيټې بيې لومړی پاکستان ته صادرېدل او د پاکستان په نوم بيا په چين کې پلورل کېدل.»

له نېکمرغه يو کمربند او يوې لارې چين ته د افغانستان د جلغوزيو د صادراتو لپاره يوه دروازه خلاصه کړې ده. د ۲۰۱۸ کال په جون کې چين ته د افغانستان د جلغوزيو د صادرولو تړون لاسليک شو او د همدې کال په نومبر مياشت کې د  الوتکو ځانګړو پروازونو په وسيله له افغانستان څخه چين ته د جلغوزيو د صادرولو پروژه پيل شوه. له هغه وخت وروسته د چين د پسرلني اختر مخکې په څلورو مياشتو کې په ۶۴  مستقيمو پروازونو کې له افغانستان څخه چين ته ورسيدل چې څه دپاسه زر ټنه جلغوزي له افغانستان څخه چين ته صادر شوي او عمومي ارزښت يې څه دپاسه پنځلسو میليونو ډالرو ته رسيده. په ۲۰۱۹ کال کې دې سوداګرۍ په عادي ډول دوام درلود.

په دې هکله چيني سوداګر هم ډېر خوشحاله او خوښ دي. د چين يو شرکت چې له څه دپاسه شلو کلونو راهيسې د جلغوزيو تجارت کړی او کوي يې، د روان کال له اکټوبر میاشتې څخه د افغانستان د جلغوزيو په تجارت پيل کړی او اوس یې کار ډېر مصروف او ښه روان دی. د دغه شرکت خاوند شوی جيان جونګ په دې اړه ډېر خوښ او ښه احساسات لري او وایي: «زموږ په فابريکه کې ټول د جلغوزيو اصلي مواد له افغانستان څخه راغلي دي. پخوا دغه جلغوزي په عمده توګه د پاکستان د سوداګرو په لاس چين ته صادرېدل، خو کله چې دوه کاله مخکې د يو کمربند او يوې لارې پلان په رڼا کې له افغانستان څخه چين ته د الوتکو په وسيله د جلغوزيو د لېږدولو تړون لاسليک شو، له افغانستان څخه زموږ فابريکو ته د جلغوزيو د رسېدو لپاره يوازې دوو يا دريو ورځو ته اړتيا شته.  دا ډېر مهم پرمختګ دی چې د لېږدولو وخت ډېر کم شوی دی او د جلغوزيو ښه کيفيت تامينولی شي.»

ويلی شو چې په چين کې د هرې يوې دانې افغان جلغوزيو تر شا د ډېرو کسانو هيلې او د دواړو هېوادونو پاملرنې شته دي. په چين کې هم د دولت او خلکو په کچه د جلغوزيو تجارت ته په درنه سترګه کتل کېږي. د ۲۰۱۹ کال د چين په دويم نړيوال وارداتي نندارتون کې چيني تصدۍ د جلغوزيو د اخيستلو لپاره څه دپاسه پنځه څلويښت میليونو ډالرو په اندازه قرارداد لاسليک کړ. په همدې کال کې د چين اړوندې تصدۍ له افغانستان سره يو بل تړون لاسليک کړ چې په راتلونکو پنځو کلونو کې به له افغانستان څخه څه دپاسه ۶۲ زرو ټنو په اندازه جلغوزي وارد کړي. د ۲۰۲۰ کال په سپټمبر مياشت کې د جيانګ سو ولايت د های أن په نامه  د ګمرکي بهير داخلېدو او وتلو مرکز د افغانستان له اړوند شرکت سره هغه همکاريز تړون لاسليک کړی دی، چې له افغانستان څخه درې زره ټنه جلغوزي به وارد کړي. له دې څخه څرګنديږي چې د چين مشتريان د جلغوزيو لېوالتيا او تقاضا لري او ستر بازار پاتې دی.

د چين د جه جيانګ ولايت په فو يانګ ښار کې د افغانستان د جلغوزيو يو لوی شرکت شته چې خاوند يې لو جيان جونګ يو پنځه اويا کلن سړی دی. هغه له پنځه ويشتو کلونو مخکې د چين په شينجيانګ کې په لومړي ځل د افغانستان جلغوزي ليدلي او خوړلي يې دي. په هغه وخت کې د پاکستان سوداګر د شينجيانګ کاشغر ته دغه جلغوزي راوړي او پلورلي وو. نو هغه پنځه ويشت کلونه مخکې هيله درلوده چې يوه ورځ د افغانستان جلغوزي په مستقيمه توګه چين ته صادر شي او دغه هيله په ۲۰۱۸ کال کې رښتینې شوه. هغه په خوشحالۍ سره وويل: «کله چې ما واورېدل چې له افغانستان څخه په مستقيمه توګه چين ته د جلغوزيو د صادراتو په هکله تړون لاسليک شوی، زه ډېر خوشحاله شوم. پخوا هغه پروسه چې د افغانستان جلغوزي د پاکستان او د شينجيانګ د اوروموچي له لارې موږ ته رسيدل، نوره ختمه شوه. دا ډېره مهمه ده چې د جلغوزيو د لېږد وخت ډېر لنډ شوی او په لاره کې د دغو جلغوزيو حالت او ښه خوند په خپل حال ساتل کېږي. ويلی شو چې د لېږد رالېږد تر ټولو سخته ستونزه اوس حل شوې ده.»

په څه دپاسه شلو کلونو کې ښاغلي لو جيان جونګ يوازې د افغانستان د جلغوزيو سوداګرۍ ته ځانګړې پاملرنه کړې او کوي يې، ځکه چې هغه ورسره د زړه له کومې مينه لري. نو هغه هره ورځ  په فابريکه کې ګرځي او د جلغوزيو د چمتو کېدو  بهير ټول پړاويز کارونه په خپله ګوري او څاري. د ده په نظر، د افغانستان جلغوزي ډېر خوندور دي او دا هرومرو په ښه توګه تامينوي چې بازار ته پاک، سالم او خوندور جلغوزي برابر او وړاندې کړي څو چينايي مشتريان د افغانستان جلغوزي خوښ کړي او ترې خوند واخلي.

په څه دپاسه شلو کلونو کې مو د جلغوزيو د کيفيت تامينولو په برخه کې ډېر جدي کارونه تر سره کړي دي. هغه افغان سوداګران چې له ما سره همکارۍ کوي، ټول په دې ښه پوهيږي چې زه يوازې باکيفيته جلغوزي غواړم. وروسته موږ په چين کې د جلغوزيو د چمتو کېدو په بهير کې د جلغوزيو رنګ، خوند او څيرې ټولو ته پاملرنه کوو.

په چين کې د جلغوزيو پروسس او بسته بندۍ په شرکتونو کې د چمتو کېدو پروسه څو پړاوونه لري: جلغوزي لومړی د ماشينونو په وسيله مينځل کېږي او پخېږي، د جلغوزيو پخېدو له پروسې وروسته د ماشين په وسيله سوځېدلي جلغوزي جلا کېږي او غورځول کېږي او وروسته کارګران په لاسونو باندې جلغوزي د کيفيت له مخې سره جلا کوي. دغه ډول جلغوزي اوس د چين د وچو ميوو په بازارونو کې ډېر د هرکلي وړ خوراک دی.

اوسمهال د الوتکو په وسيله په مستقيمه توګه له افغانستان څخه چين ته د جلغوزيو د صادراتو کار په دې وروستيو دوو کلونو کې شروع شوی. د دواړو هېوادونو د جلغوزيو سوداګرو تر منځ تګ راتګ لا د پياوړتيا په حال کې دی، په دې برخه کې چيني او افغان سوداګر دواړه ډېرې هلې ځلې کوي چې لا زيات جلغوزي چين ته صادر شي.

د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني مخکې څرګنده کړې چې د الوتکې له لارې چين ته د افغانستان جلغوزيو لېږدول ستر اهميت لري او د يو کمربند او يوې لارې تر پلان لاندې د دواړو هېوادونو تر منځ د تګ راتګ او نړيوال بازار ته د افغانستان د توليداتو د صادراتو لپاره هم ګټې لري. اوسمهال چين ته د الوتکو په وسيله د افغانستان د توليداتو د لېږدولو کارونه لا هم د پيل په پړاو کې دي، که لا زيات چيني او افغان تصدۍ په دې تجارتي تګ راتګ کې ګډون وکړي، نو د جلغوزيو په شان به د افغانستان لا زيات ډول وچې او تازه مېوې، لاسي صنايع او کاني مواد چين ته د صادرېدلو ښه فرصت ولري.

 

 

 

 

Previous Post

موټرولا پیاوړې بېټرۍ لرونکی ځیرک موبایل معرفي کوي

Next Post

افغان سوله او د ښکېلو لورو تر منځ شته فاصلې

Spogmai Radio

Spogmai Radio

Related Posts

د جلال‌آباد په مرکزي برخو کې په ریکشو د بندیز اغېزې
ليکنې او تحلیلونه

د جلال‌آباد په مرکزي برخو کې په ریکشو د بندیز اغېزې

by Spogmai Radio
مارچ 31, 2026
د «پنځلسم پنځه کلن پلان» د چین پرمختک ته رهبري کوي نړۍ ته ثبات او فرصتونه برابروي
ليکنې او تحلیلونه

د «پنځلسم پنځه کلن پلان» د چین پرمختک ته رهبري کوي نړۍ ته ثبات او فرصتونه برابروي

by Spogmai Radio
مارچ 26, 2026
د راستانه شویو هېوادوالو د سر پناه ستونزه
ليکنې او تحلیلونه

د راستانه شویو هېوادوالو د سر پناه ستونزه

by Spogmai Radio
مارچ 14, 2026
ليکنې او تحلیلونه

د نړۍ پر مخ تور داغ – د جیفري ایسټیپن رسوایي او د انسانیت ژور ازمویښت

by Spogmai Radio
فبروري 2, 2026
تفرېح او د زړه خواله؛ جلال آباد کې د ښځینو لپاره خوندي رسټورانټونه
ليکنې او تحلیلونه

تفرېح او د زړه خواله؛ جلال آباد کې د ښځینو لپاره خوندي رسټورانټونه

by Spogmai Radio
جنوري 3, 2026
Next Post
واما اداره: د سولې خبرو لپاره کوربه هېواد باید بې طرفه وي

افغان سوله او د ښکېلو لورو تر منځ شته فاصلې

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Recommended

امریکا کې په کرونا د اخته کسانو شمېر تر ۷ میلیونو ورسېد

امریکا کې په کرونا د اخته کسانو شمېر تر ۷ میلیونو ورسېد

سپتمبر 26, 2020
د اټومي انرژۍ سازمان: ایران له ټاکلې اندازې ۱۰ برابره ډېر یورانیم غني کړي

د اټومي انرژۍ سازمان: ایران له ټاکلې اندازې ۱۰ برابره ډېر یورانیم غني کړي

سپتمبر 5, 2020

ټولي

  • Uncategorized
  • افغانستان
  • اقتصاد
  • پوهنتون
  • تبصرې
  • څېرې
  • راشه ورشه
  • روغتیا او ژوند
  • سپورت
  • سیمه
  • غږیزې خپرونې
  • کتاب
  • ليکنې او تحلیلونه
  • معلوماتي خپرونې
  • نړیوال خبرونه
  • نړۍ
  • ورځپاڼې
  • ویډیو

Don't miss it

Uncategorized

The Rise of Online Casinos: Understanding Player Behaviour in 2026

اگست 4, 2026
Uncategorized

Your Ultimate Guide to Mega Rich Casino: Unlocking the World of Online Gaming

اگست 4, 2026
مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو
نړیوال خبرونه

مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو

اگست 4, 2026
د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې
نړیوال خبرونه

د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې

اگست 4, 2026
مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده
نړیوال خبرونه

مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده

اگست 4, 2026
ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی
نړیوال خبرونه

ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی

اگست 4, 2026
سپوږمۍ راډیو

Designed and Developed By iCode © 2026 SpogmaiRadio. All rights reserved

د پاڼو لېست

  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
  • زموږ سره اړیکه

موږ په ټولنیزو رسنیو کې تعقیب کړئ

No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه

Designed and Developed By iCode © 2026 SpogmaiRadio. All rights reserved