سه شنبه, اگست 4, 2026
سپوږمۍ راډیو
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
No Result
View All Result
Looking for a reliable place to play online? With instant deposits, exciting promotions, and a huge game selection, you'll find everything you need at Samba Slots.
Home تبصرې

پر ملکیانو بریدونه، توجیه او پایلې

Spogmai Radio by Spogmai Radio
دسمبر 14, 2020
in تبصرې
0
د سولې په خبرو کې د ځنډ لاملونه او پایلې
585
SHARES
3.2k
VIEWS
Share on FacebookShare on Twitter

وړمه شپه د کندهار په ارغنداب کې په یوه هوايي برید کې یوولس ملکي وګړي شهیدان شوي دي. په دوی کې لویه برخه ښځې او ماشومان دي. معلومه نه ده چې برید بهرنیو او که افغان ځواکونو کړی، خو حکومتي اداري یې په اړه متفاوت دریځونه لري. ملي امنیت ادعا کړې چې په کندهار کې یې طالبان وژلي، خو دفاع وزارت بیا وايي چې په دې اړه څېړنې کوي. هاخوا د کندهار امنیه قومانداني بیا وايي چې هېڅ هوايي برید نه دی شوی، بلکې د طالبانو یو موټربم هدف ته له رسېدو مخکی انفجار کړی او دا مرګ‌ژوبله یې اړولې ده. سیمه‌ییز خلک بیا وايي چې برید د شپې په لسو بجو الوتکو په داسې حال کې د ملکي وګړو پر کورونو کړی، چې په سیمه کې هېڅ جګړه هم نه وه.

څو ورځې وړاندې هم په کندهار کې په هوايي برید کې ملکي وګړو ته د مرګ‌ژوبلې په تړاو خبرونه خپاره شول. له دې سره د براون پوهنتون یوه څېړنه وايي چې د ټرمپ په واکمنۍ کې د بهرنیو او حکومتي ځواکونو په هوايي بریدونو کې د ملکي وګړو وژنه (۳۳۰) سلنه زیاته شوې ده. حکومتي ویندویان تل د ملکي وګړو مرګ‌ژوبله ردوي. دوی د ملکي مرګ‌ژوبلې په اړه ډېری وخت د سیمې د اوسېدونکو او عیني شاهدانو خبرې هم ردوي چې تازه یې همدا کار د ارغنداب په اړه هم کړی دی. که خبره بېخي ثابته هم شي چې ملکیان وژل شوي او په هوايي برید کې وژل شوي، نو بیا طالبان پړه ګڼي چې سیمه یې نا امنه کړې ده او یا یې هم د خلکو په کورونو کې سنګرونه نیولي دي.

You might also like

اقلیمي ګواښونه؛ افغانستان ته څه کول په کار دي؟

د نړۍ د باور نوې نقشه؛ چین د همکارۍ په ځواک زړونه ګټي

شبهاز شریف؛ د سولې داعي که د افغانانو قاتل؟

د ملکي وګړو وژنه یو ښکاره او نه بښل کېدونکی جنایت دی. دا وحشت په هېڅ ډول نه توجیه کېږي او نه یې هم مسوولین له پړې ځان ژغورلی شي. له بده مرغه په دې وروستیو کې یو ځل بیا پر هوايي بریدونو تکیه کېږي چې په طبیعي ډول ملکي وګړو ته مرګ‌ژوبله اړوي. په تېرو ۱۹ کلونو جګړو کې هم په هوايي بریدونو کې بیا بیا ملکي وګړو ته مرګ‌ژوبله اوښتې چې دې چارې نه یوازې له امنیت سره مرسته نه ده کړې، بلکې د دولت او خلکو ترمنځ یې واټن لا زیات کړی او له کبله یې وسله‌وال طالبان لا زیات پیاوړي شوي دي. له همدې امله د هوايي بریدونو تګلاره او بیا هغه هم په داسې حال کې چې په هغه سیمه کې جګړه نه وي، یوه ناکامه، ناکاره او ناسمه تګلاره ده چې نه یوازې کومه مثبته ګټه نه لري، بلکې د ملکي وګړو د مرګ‌ژوبلې سبب کېږي.

د جګړې ښکېل لوري باید درک کړي چې لومړی خو یو مخ روانه جګړه سمه نه ده او چې څومره ژر ممکنه وي، باید دا جګړه ختمه شي، خو په دې جګړه کې بیا د ملکي وګړو وژنه نه بښل کېدونکی جنایت دی. که څوک رښتیا هم د ولس خبره کوي، د ولس خوشالي او حق غواړي او ځان د ولس د ارادې ممثل ګڼي، نو نه یوازې باید ملکي وګړو ته مرګ‌ژوبله وانه ړوي، بلکې د هغوی په خوندیتوب کې باید هڅې وکړي.

Previous Post

کرنې ریاست: روان کال د تخار د شاتو حاصلات ۸۰ ټنو ته رسېدلي دي

Next Post

سمنګان

Spogmai Radio

Spogmai Radio

Related Posts

اقلیمي ګواښونه؛ افغانستان ته څه کول په کار دي؟
تبصرې

اقلیمي ګواښونه؛ افغانستان ته څه کول په کار دي؟

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
د نړۍ د باور نوې نقشه؛ چین د همکارۍ په ځواک زړونه ګټي
تبصرې

د نړۍ د باور نوې نقشه؛ چین د همکارۍ په ځواک زړونه ګټي

by Spogmai Radio
جولای 29, 2026
شبهاز شریف؛ د سولې داعي که د افغانانو قاتل؟
تبصرې

شبهاز شریف؛ د سولې داعي که د افغانانو قاتل؟

by Spogmai Radio
جون 10, 2026
د کور جوړولو نوې اسانتیاوې؛ هېوادوالو د حکومت د پرېکړې تود هرکلی کړی
تبصرې

د کور جوړولو نوې اسانتیاوې؛ هېوادوالو د حکومت د پرېکړې تود هرکلی کړی

by Spogmai Radio
اپریل 21, 2026
تبصرې

د بارانونو اټکل؛ د ابادۍ زېری خو تر څنګ یې د سیلابونو خبرداری

by Spogmai Radio
مارچ 31, 2026
Next Post
سمنګان

سمنګان

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Recommended

ننګرهار کې د افغان – ازبک دوستۍ بڼ جوړیږي

ننګرهار کې د افغان – ازبک دوستۍ بڼ جوړیږي

اپریل 17, 2026
سي اېم جي په تاګوسي ګالپا کې د خبريالانو مرکز پرانېست

سي اېم جي په تاګوسي ګالپا کې د خبريالانو مرکز پرانېست

مارچ 29, 2023

ټولي

  • Uncategorized
  • افغانستان
  • اقتصاد
  • پوهنتون
  • تبصرې
  • څېرې
  • راشه ورشه
  • روغتیا او ژوند
  • سپورت
  • سیمه
  • غږیزې خپرونې
  • کتاب
  • ليکنې او تحلیلونه
  • معلوماتي خپرونې
  • نړیوال خبرونه
  • نړۍ
  • ورځپاڼې
  • ویډیو

Don't miss it

Uncategorized

The Rise of Online Casinos: Understanding Player Behaviour in 2026

اگست 4, 2026
Uncategorized

Your Ultimate Guide to Mega Rich Casino: Unlocking the World of Online Gaming

اگست 4, 2026
مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو
نړیوال خبرونه

مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو

اگست 4, 2026
د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې
نړیوال خبرونه

د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې

اگست 4, 2026
مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده
نړیوال خبرونه

مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده

اگست 4, 2026
ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی
نړیوال خبرونه

ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی

اگست 4, 2026
سپوږمۍ راډیو

Designed and Developed By iCode © 2026 SpogmaiRadio. All rights reserved

د پاڼو لېست

  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
  • زموږ سره اړیکه

موږ په ټولنیزو رسنیو کې تعقیب کړئ

No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه

Designed and Developed By iCode © 2026 SpogmaiRadio. All rights reserved