د روسي سوله ساتو له مداخلې سره سره د ارمنستان او اذربایجان ترمنځ په جنجالي سیمه نګورنو قرهباغ کې یو ځل بیا د تاوتریخوالي د زیاتېدو راپورونه ورکړل شوي دي. دواړه هېوادونه یو او بل د اوربند پر ماتولو تورنوي. سپوټنیک اژانس راپور ورکړی دی چې د قرهباغ په غرنیو سیمو کې جګړو یو ځل بیا زور اخیستی دی او د خین ګلار په ښارګوټو کې یو ځل بیا د دواړو هېوادونو پوځیانو پر یو او بل بریدونه کړي دي او یو شمېر سرتېرو ته یې مرګ ژوبله هم اړولې ده. د جګړې اور وروسته تر هغه تازه کېږي چې دواړو هېوادونو څه موده وړاندې په همدغه سیمه کې تر خونړۍ جګړې وروسته د روسیې په منځګړیتوب د یو شمېر شرطونو په منلو سره پر اوربند هوکړه وکړه.
































