د ملي مصالحې عالي شورا رییس عبدالله عبدالله د کابل پر مرستیال والي برید غندلی دی او زیاته کړې یې ده چې د ترهګریزو بریدونو دوام او زیاتوالی له سولې پروسې سره د ښکاره دښمني مانا لري. نوموړي د محبوب الله محبي وژل کېدو غبرګون کې ویلي، دا او ورته نور بریدونه ښیي چې ترهګر د خبرو له لارې په هېواد کې له سوله ییزو لارو د روان بحران حل نه غواړي. عبدالله ویلي، دوی په دې باور دي چې وېره اچوونکي د خلکو ترمنځ د رعب او وېرې په خپرولو سره خپلو شومو موخو ته نه شي رسېدلی. نوموړی دا څرګندونې وروسته تر هغه کوي چې نن د کابل په تر ټولو امن سیمه کې د کابل مرستیال والي محبوب الله محبي د چسپکي ماین په یوه چاودنه کې ووژل شو.












