چهارشنبه, اگست 5, 2026
سپوږمۍ راډیو
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
No Result
View All Result
Looking for a reliable place to play online? With instant deposits, exciting promotions, and a huge game selection, you'll find everything you need at Samba Slots.
Home تبصرې

د بین الافغاني خبرو د بیا پیل د ځنډولو هڅه کېږي؟

Spogmai Radio by Spogmai Radio
دسمبر 16, 2020
in تبصرې
0
د سولې په خبرو کې د ځنډ لاملونه او پایلې
585
SHARES
3.2k
VIEWS
Share on FacebookShare on Twitter

د سولې په خبرو کې له ځنډ سره دوې لویې اندېښې را پورته شوې دي: یو دا چې د دغه ځنډ په وخت کې تاوتریخوالی همغسې روان دی او لا زیاتېږي. دویم دا چې هسې نه خبرې بېرته په ټاکلي وخت پیل نه شي، ځکه چې ځینې کړۍ سر له اوسه هڅه کوي چې د خبرو د بیا پیل پر وړاندې ستونزې او خنډونه جوړ کړي. وړمه ورځ د افغان سولې لپاره د امریکا د ځانګړې استازي په وروستیو ټویټونو کې همدې دواړو موضوعاتو ته اشاره شوې ده. خلیلزاد لیکلي چې د مذاکراتو په بیا پیل کې دې هېڅ راز ځنډ نه راوستل کېږي او تاوتریخوالی باید کم شي.

په خبرو کې دا ځنډ په داسې وخت کې راځي چې په امریکا کې د ډونالډ ټرمپ د واک موده ختمېږي او بایډن ته د واک د لېږد لپاره تیاری روان دی. یوه پوښتنه او اندېښنه دا ده چې بایډن به د افغان سولې له پروسې سره څه ډول چلند کوي. که څه هم ویل شوي چې بایډن به د ټرمپ تګلاره تعقیبوي، خو تر هغه چې بایډن په رسمي ډول واک اخلي او بیا خپله تګلاره روښانوي، د جګړې ښکېل اړخونه، په ځانګړي ډول افغان چارواکي فکر کوي چې د یو څه وخت لپاره د امریکا له فشار څخه خلاص دي. زلمی خلیلزاد کابل ته را روان دی او دلته به له چارواکو سره پر سوله خبرې وکړي، خو حکومتي اړخ داسې فکر کوي چې د خلیلزاد دنده ختمېږي، نو ځکه به یې ښايي خبرې او پیغام د تېر په شان جدي ونه ګڼي.

You might also like

اقلیمي ګواښونه؛ افغانستان ته څه کول په کار دي؟

د نړۍ د باور نوې نقشه؛ چین د همکارۍ په ځواک زړونه ګټي

شبهاز شریف؛ د سولې داعي که د افغانانو قاتل؟

د افغانستان حکومت په همدې ځنډ کې دا بحث را پورته کړی چې بین الافغاني خبرې باید په افغانستان کې وشي. که څه هم دا ښه غوښتنه ده، خو نه عملي ده او نه هم د دې لپاره مطرح شوې چې خبرو ته یې ګټه ورسیږي. په ارګ کې واکمن هڅه کوي چې د دغه ډول بحثونو په راپورته کولو سره هم ځان پر خلکو ګران کړي او هم د بین الافغاني خبرو د بیا پیل پر وړاندې خنډونه جوړ کړي، څو دا خبرې وځنډېږي او ژر پیل نه شي. که څه هم حکومتي چارواکو داسې څه نه دي ویلي چې دوی به بین الافغاني خبرې په دې شرط پیلوي چې په افغانستان کې وي، خو له خبرو یې همداسې اخیستنه کېدلی شي، ځکه په واضح ډول په قطر کې خبرې بې ګټې او بې پایلې ګڼي.

دا سمه ده چې په بین الافغاني خبرو کې تر اوسه لوی پرمختګ نه دی راغلی، تاوتریخوالی روان دی او د خلکو هیلې نه دي پوره شوي، خو خبرې باید دوام وکړي. همدې خبرو ته د خلکو هیلې دي، که دا خبرې لږ او ورو پرمختګ هم وکړي، بیا هم لاسته راوړنه ده او له خبرو پرته بله لاره هم نشته. دا خبرې به اوږدې، لانجمنې او سختې وي، خو بیا هم باید دوام وکړي او په هېڅ ډول باید بندې نه شي او یا داسې شرایط وړاندې نه شي چې د خبرو د بندېدو سبب شي. له همدې امله خبرې باید دوام وکړي او ورسره دواړه اړخونه تر وروستي بریده هڅه وکړي چې تاوتریخوالی راکم کړي.

Previous Post

عبدالله: د ترهګریزو؛ بریدونو زیاتوالی د سولې پروسې سره ښکاره دښمني ده

Next Post

امریکا او افغان حکومت اوسنی تاوتریخوالی بوږنوونکی بولي او د کمېدو غوښتنه یې کوي

Spogmai Radio

Spogmai Radio

Related Posts

اقلیمي ګواښونه؛ افغانستان ته څه کول په کار دي؟
تبصرې

اقلیمي ګواښونه؛ افغانستان ته څه کول په کار دي؟

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
د نړۍ د باور نوې نقشه؛ چین د همکارۍ په ځواک زړونه ګټي
تبصرې

د نړۍ د باور نوې نقشه؛ چین د همکارۍ په ځواک زړونه ګټي

by Spogmai Radio
جولای 29, 2026
شبهاز شریف؛ د سولې داعي که د افغانانو قاتل؟
تبصرې

شبهاز شریف؛ د سولې داعي که د افغانانو قاتل؟

by Spogmai Radio
جون 10, 2026
د کور جوړولو نوې اسانتیاوې؛ هېوادوالو د حکومت د پرېکړې تود هرکلی کړی
تبصرې

د کور جوړولو نوې اسانتیاوې؛ هېوادوالو د حکومت د پرېکړې تود هرکلی کړی

by Spogmai Radio
اپریل 21, 2026
تبصرې

د بارانونو اټکل؛ د ابادۍ زېری خو تر څنګ یې د سیلابونو خبرداری

by Spogmai Radio
مارچ 31, 2026
Next Post
امریکا او افغان حکومت اوسنی تاوتریخوالی بوږنوونکی بولي او د کمېدو غوښتنه یې کوي

امریکا او افغان حکومت اوسنی تاوتریخوالی بوږنوونکی بولي او د کمېدو غوښتنه یې کوي

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Recommended

کورنیو چارو وزارت:د نن پیښې انفجاري مواد په یوه کراچۍ کې ایښودل شوي وو

کورنیو چارو وزارت:د نن پیښې انفجاري مواد په یوه کراچۍ کې ایښودل شوي وو

سپتمبر 9, 2020
د سولې له هڅو سره هممهاله په هلمند کې چاودنو د ۲۳ ملکیانو ژوند واخیست

د سولې له هڅو سره هممهاله په هلمند کې چاودنو د ۲۳ ملکیانو ژوند واخیست

جون 30, 2020

ټولي

  • Uncategorized
  • افغانستان
  • اقتصاد
  • پوهنتون
  • تبصرې
  • څېرې
  • راشه ورشه
  • روغتیا او ژوند
  • سپورت
  • سیمه
  • غږیزې خپرونې
  • کتاب
  • ليکنې او تحلیلونه
  • معلوماتي خپرونې
  • نړیوال خبرونه
  • نړۍ
  • ورځپاڼې
  • ویډیو

Don't miss it

روبیو: د هرمز تنګي د بېرته پرانېستلو په خبرو کې پرمختګ شوی
نړۍ

روبیو: د هرمز تنګي د بېرته پرانېستلو په خبرو کې پرمختګ شوی

اگست 5, 2026
په مزار شریف کې د روضې د بیارغونې بېړنۍ چارې پیل شوې
افغانستان

په مزار شریف کې د روضې د بیارغونې بېړنۍ چارې پیل شوې

اگست 5, 2026
Uncategorized

The Rise of Online Casinos: Understanding Player Behaviour in 2026

اگست 4, 2026
Uncategorized

Your Ultimate Guide to Mega Rich Casino: Unlocking the World of Online Gaming

اگست 4, 2026
مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو
نړیوال خبرونه

مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو

اگست 4, 2026
د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې
نړیوال خبرونه

د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې

اگست 4, 2026
سپوږمۍ راډیو

Designed and Developed By iCode © 2026 SpogmaiRadio. All rights reserved

د پاڼو لېست

  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
  • زموږ سره اړیکه

موږ په ټولنیزو رسنیو کې تعقیب کړئ

No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه

Designed and Developed By iCode © 2026 SpogmaiRadio. All rights reserved