امنیتي سرچینو رسنیو ته ویلي چې د کابل ښار په نننۍ چاودنه کې نهه کسه وژل شوي او شپږ نور ټپیان دي. نن شاوخوا لس نیمې بجې د کابل ښار د پنځمې امنیتي حوزې اړوند د خوشال خان سیمه کې درنه چاودنه وشوه. د دې چاودنې هدف په ولسي جرګه کې د کابل د خلکو استاز خان محمد وردګ و. نوموړی په دې پېښه کې ټپي شوی دی خو روغتیايي وضعیت یې د ډاډ وړ دی. رسمی حکومتي سرچینو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي، خو سرچینو د نهو کسانو د وژل کېدو او شپږو د ټپې کېدو خبر ورکړی دی. په پېښه کې په سیمه کې نږدې کورونو او ودانیو ته هم درانه مالي زیانونه اوښتي دي. د برید مسوولیت تر دې دمه کومې ډلې نه دی منلی.
































