د بایډن حکومت د بهرنۍ پالیسۍ تر ټولو ستونزمنه برخه افغانستان دی. امریکایي رسنۍ وایي بایډن د امریکا درېیم ولسمشر دی چې واک ته له رسېدو سره سم یې باید تر هر څه وړاندې د امریکا د یوې اوږدې جګړې برخلیک معلوم کړي. په دغه تحلیل کې راغلي دي، بایډن باید تر هر څه وړاندې خپل پلانونه د افغانستان په اړه و ارزوي او تر هغه وروسته دې طالبانو ته واضح کړي چې دوی د سولې هوکړې د عملي کولو لپاره یو ټاکلی وخت لري او دغه ډله باید پر خپلو ژمنو عمل وکړي. سرچینې سولې ته د رسېدو بله لار دا هم بللې ده چې د افغان حکومت په ځینو اداراتو په تېره بیا په امنیتي او دفاعي اداراتو کې د پام وړ اصلاحات رامنځ ته شي او دغه ادارات تر دې هم پیاوړي کړل شي. په دغه تحلیل کې راغلي چې دمګړی د افغانستان د سولې برخلیک نه دی معلوم، په افغانستان کې جګړه خونړۍ شوې ده او هره ورځ د لسګونه افغانانو ژوند اخلي چې دا مسئله د جدي اندېښنې وړ ده.
































