د دولت او ولسي جرګې تر منځ یو ځل بیا ناندرۍ رامنځ ته شوې دي. د ولسمشر غنې مېرمنې رولا غني څو ورځې وړاندې په خپلو څرګندونو کې ویلي وو، چې د افغانستان ولسي جرګه د پلور او پېر په بازار بدله شوې ده او همدا راز یې ویلي وو چې د پارلمان تایید او یا رد ورته مهم نه دی، بلکې رد شوي وزیران به هم خپلو دندو ته ادامه ورکوي. د ولسي جرګې غړو په پرونۍ غونډه کې رولا غني بې صلاحیته او مجهول المسوولیته وبلله او ځینو ان د دې غوښتنه وکړه چې له نوموړې دې د افغانستان تابعیت واخیستل شي.
د ولسي جرګې غړو د خپلې تېرې ورځې په عمومي غونډه کې د امنیتي مسایلو تر څنګ، د ولسمشر د مېرمنې رولا غني پر وروستیو څرګندونو هم اوږده بحثونه وکړل. د ولسي جرګې غړو ادعا کوله چې رولا غني په خپله مرکه کې د افغانستان خلک (ناپوهه) بللي او تر څنګ یې د ملت کور ته سپکاوی کړی دی. د تېرې ورځې په غونډه کې د ولسي جرګې یوه غړي حبیب الرحمن پدرام وویل چې د لومړۍ مېرمنې په نامه کوم رسمي بست د افغانستان په قوانینو کې نشته او هغه بې صلاحیته ده. نوموړي وویل چې لومړۍ مېرمنې د افغانستان خلکو ته د ناپوهه خطاب کړی دی او د ملت کور ته یې سپکاوی کړی، چې باید د عدلي او قضايي ارګانونو له لوري تعقیب شي. د ده په خبره: «هغې خلکو ته د ناپوهه خطاب کړی دی. اصلاً هغه څوک ده؟ په دې نامه بست یا کوم اداري تشکیل د افغانستان په قوانینو کې نشته دی. هغه څوک ده چې خبرې یې باید دلته ارزښت ولري. ولسمشر ته دې خوشاله وي چې دا یې په زور دومره لویې خبرې کوي.»
د ولسي جرګې بله غړې راضیه سعادت منګل هم وایي چې د ولسي جرګې غړي باید د رولا غني د څرګندونو پر وړاندې ودرېږي. هغې هم ټینګار وکړ چې د لومړۍ مېرمنې په نامه بست او یا دفتر هېڅ ډول قانوني حیثیت نه لري او باید پر وړاندې یې اقدام وشي. د ولسي جرګې ډېرو نورو غړو هم پر دې څرګندونو نیوکې کړې دي او په خبره یې د رولا غني څرګندونې غیر مسوولانه او له سپکاوي ډکې دي. د ولسي جرګې ځینو غړو پر دې ټینګار وکړ چې باید د رولا غني د دفتر د لګښتونو، عوایدو، مالي ملاتړ او نورو سرچینو په اړه څېړنې وشي او ښکاره دې کړل شي چې لګښتونه یې له کومه ځایه تامینېږي. همدا راز ځینو نورو وکیلانو بیا ټینګار کاوه چې له هغې دې د افغانستان تابعیت واخیستل شي.
د ولسي جرګې رییس میر رحمان رحماني بیا وايي چې رولا غني د افغانستان پارلمان ته نه بښل کېدونکی سپکاوی او بې احترامي کړې ده. د نوموړي په خبره، رولا غني د دې پر ځای چې د مقننه قوې صلاحیتونو او همدا راز د واک اصلي خاوندانو ته درناوی وکړي، برعکس یې ((نه بښل کېدونی سپکاوی او بې احترامي کړې ده)).
رحماني همدا راز وویل چې رایه ورکول د وکیلانو حق دی او خپله خوښه یې ده چې چا ته د تایید او چا ته د رد رایه ورکوي. نوموړي ټینګار وکړ چې رد شوو وزیرانو به ارو مرو د دې وړتیا نه لرله چې د پارلمان د باور رایه خپله کړي. له همدې امله له دې فلتر په تېرېدو نه دي بریالي شوي. میر رحمان رحماني هم وویل چې د ولسمشر د مېرمنې حقوقي او اداري هویت او موقعیت په هېڅ رسمي سند کې نشته او نه هم تر اوسه د نوموړې صلاحیتونه قوانینو توضیح کړي دي. هغه ټینګار کړی چې د ولسي جرګې له هویت به دفاع کوي او د مېرمن رولا غني څرګندونې باید د با صلاحیته مراجعو له لوري وڅېړل شي. رحماني یو ځل بیا پر ولسمشر غږ وکړ چې د رد شوو وزیرانو پر ځای ژر تر ژره نور وزیران ور معرفي کړي او که داسې ونه کړي، نو دوی به له خپلو صلاحیتونو استفاده وکړي.
































