په کابل ښار کې د یوې چاودنې له امله درې کسه وژل شوي او دوه نور ټپیان دي. د کابل ښار د استقلال روغتون چارواکو رسنیو ته تایید کړې چې د نننۍ پېښې له ځایه ۳ مړي او دوه ټپیان ور وړل شوي دي. تر دې وړاندې راپورونو ویلي وو چې د اوومې امنیتي حوزې په مربوطاتو کې پر یوه سراچه ډوله موټر د مقناطیسي ماین چاودنه شوې او له امله یې یو ملکي وګړی وژل شوی دی. تر اوسه ددغه برید مسوولیت کومې ډلې نه دی منلی. په دې وروستیو کې په کابل کې کابو هره ورځ د مقناطیسي ماین چاودنې کېږي چې د کابل ښاریانو ته یې ګڼې اندېښنې پیدا کړې دي.
































