د بښنې نړیوال سازمان په غزني کې د یوه خبریال وژل کېدل په کلکو ټکو غندلي دي. دغه سازمان په یوه ټوېټ پیغام کې ویلي په غزني کې د رحمت الله نیکزاد وژل کېدل ستر بشري جنایت دی چې باید په اړه یې هر اړخیزه پلټنه وشي. رحمت الله نیکزاد تېر ماښام په غزني کې ووژل شو، هغه پخوا په هممهاله توګه له اسوشټېډ پرېس او الجزیرې سره کار کاوه. د نیکزاد وژل کېدو د هېواد په کچه غبرګونونه پارولي دي او په ټولنیزو رسنیو کې کاروونکو پر حکومت نیوکه کړې چې د خبریالانو په خوندیتوب کې ناکام دی. بلخوا د رسنیو د ملاتړ ادارې یا نۍ هم ویلي چې حکومت د خبریالانو د امنیت به تامین کې ناکام دی. ددغه ادارې اجرایه مشر مجیب خلوتګر وايي نه په لویو او نه هم په وړو ښارونو کې خبریالان خوندي دي چې حکومت ددې هر څه مسوول دی. هغه د رسنیو پر وړاندې وروستي تهدیدونو د جدي اندېښنې وړ بللي دي.
































