چهارشنبه, اگست 5, 2026
سپوږمۍ راډیو
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
No Result
View All Result
Looking for a reliable place to play online? With instant deposits, exciting promotions, and a huge game selection, you'll find everything you need at Samba Slots.
Home سپورت

د چين تای جي چيوان او د افغانستان د ښځينه کونفو ورزشکارانو ډله

لیکنه: شي مونګ/ ژباړه: ياسمين

Spogmai Radio by Spogmai Radio
دسمبر 22, 2020
in سپورت, ليکنې او تحلیلونه
0
د چين تای جي چيوان او د افغانستان د ښځينه کونفو ورزشکارانو ډله
585
SHARES
3.2k
VIEWS
Share on FacebookShare on Twitter

You might also like

فوټسال؛ افغان ملي لوبډله سبا له روسیې سره سیالي ترسره کوي

راشد خان: ملي لوبې راته تر هر څه ډېر لومړیتوب لري

بامیان؛ څلور غرختونکي د شاه فولادي لوړې څوکې ته ختلي دي

څو ورځې مخکې مې يو خبر ولوست، چې د بېجينګ پر وخت د دسمبر د اوولسمې نېټې په شپه د چين له خوا وړاندې شوې د تای جي چيوان پروژه د غېر مادي کولتوري ميراثونو د ساتلو په اړه د ملګرو ملتونو يونېسکو سازمان د حکومتي همغږۍ کمېټې له خوا تصويب شوه او د چين تای جي چيوان د انسانانو د غير مادي کولتوري ميراثونو په لېست کې ثبت او شامل کړی شو. تای جي چيوان او د چين نور ځانګړي عنعنوي کونفو د چيني ملت د غوره کولتور يوه مهمه برخه تشکيلوي او د انسانانو د غير مادي کولتوري ميراثونو په لېست کې تر شاملېدو وروسته به خامخا په لا پراخه ساحه کې په لوړه کچه د چينايانو او افغانانو په شمول ټولو انسانانو ته ګټې ورسوي. دا زما په خوله کې کومه ستره او بې ربطه خبره نه ده. زه ځکه دغسې وايم همدا اوس د افغانستان په هرات ولايت کې د ښځينه کونفو ورزشکارانو ډله او هغه افغان ځوان مې په زړه کېږي چې د کرونا وبا په موده کې يې د بدني قوت او مقاومت د لوړولو لپاره د تای جي چيوان پر تمرينونو باندې تمرکز ساتلی و.

د ۲۰۱۸کال په اکتوبر کې مې د هرات د امنيتي چارو بحث چې د افغانستان ستراتيژيکو مطالعاتو په کوربتوب جوړی شو و او ما هم پکې د کوربه لوري په بلنه ګډون کړی و او د کنفرانس په موده کې مې له ځانګړو ملګرو سره کتنه وکړه چې دوی د هرات د ښځينه کونفو ورزشکارانو ډلې غړې وې. دا ټولو ته معلومه ده چې هرات د افغانستان يو تاريخي او د بډای کولتور لرونکی ولايت دی، ايا تاسو ته دا معلومه ده چې هلته يوه ډله افغان نجونې له چيني کونفو سره مينه لري؟ دغه نجونې د کم عمر لرونکې دي ځينې يې د منځنيو ښوونځيو زده کوونکې او ځينې يې د لومړنيو ښوونځيو زده کوونکې دي. د دغو نجونو د تمرينونو شرايط ښه نه دي، خو دوی او روزونکي يې په خپله خوښه د کونفو ورزش په برخه کې هڅې کړې او کوي يې. د معلوماتو له مخې، په کابل او د دغه هېواد په نورو ځايونو کې هم د چيني کونفو سلګونه افغان ورزشکاران شتون لري. دا ښکاره کوي چې کونفو د افغانانانو لپاره ډېر په زړه پورې او جذابه ورزش دی.

د چين د هه بۍ په انجينرۍ پوهنتون کې د دوکتورا دورې محصل حسن خان مسعود چې د  پاکستان له خيبر پښتونخوا څخه راغلی، د روان کال په پيل کې د کرونا وبا د خپرېدو پر وړاندې په چين کې د پاتې پريکړه کړې او له يوې مودې راهيسې يې پر دې ټينګار کړی چې هره ورځ د پوهنتون د لوبو په ميدان کې بايد د تای جي چيوان تمرين وکړي. هغه وويل، دا کار نه يوازې بدني دفاعي توان لوړوي او د ناروغيو مخه نيولی شي، همدارنګه روحيه پياوړې کوي او دوماغ له منفي احساساتو پاکوي. د نوموړي په اند، د تای جي چيوان حرکتونه ورو او ښکلي دي او هغه هره ورځ له دغې علاقې څخه ګټې اخيستې دي.

د تای جي چيوان په شمول د چيني کونفو غوره والی او وړتياوې زياتې دي، په تيره بيا تای جي چيوان د زړو او وړو لپاره مناسب کونفو دی او په نړۍ کې بېلا بېل کسان دغه ورزش ډېر خوښوي. د تای جي چيوان تمرين کول نه يوازې بدن ځواکمنولی شي، بلکې عصبي سيستم په ښه والي کې يې ونډه اغېزمنه ده او د خونديتوب او ډاډمنتيا سويه لوړوي. ډېر مهم ټکی دا دی چې د تای جي چيوان په شمول د چيني کونفو تر شا د سوله دوستۍ په بڼه د چينايانو انکشافي افکارو ښکارندويي کوي.‌ کونفو په چيني ژبه کې د ((وو شو)) په نوم هم ياديږي. چيني توری (( وو武))‌ د پوځي چارو، جنګي مهارتونو او زړورتيا معنا لري، د دغه چيني توري شکل له دوو برخو جوړ شوی دی چې د جنګ او شخړې د بندولو معنا لري. د چيني ملت کولتور پنځه زره کلن تاريخ لري او پکې د تای جي چيوان او دوديزو چيني طبي چارو او درملو په شمول د ګڼ شمېر خزانو شتمنه ټولګه خوندي ده. د بېلګې په توګه، د چيني ساينسپوهې ((تو يو يو)) تر مشرۍ لاندې علمي ګروپ له عنعنوي چيني بوټيو څخه د تر لاسه شويو تجربو او پوهې پر بنسټ ارټيميسينين (Artemisinin) په پيدا کولو وتوانېدل او له ملاريا ناروغۍ سره د انسانانو د مبارزې لپاره يې ستر خدمتونه ترسره کړي دي چې له امله يې د نوبل جايزه ګټلې ده. اوس تای جي چيوان د نړۍ د غېر مادي کولتوري ميراثونو په لېست کې شامل او ثبت شوی دی او دا ښکاره کوي چې دغه عنعنوي چيني کولتور به لا نورو زياتو نړيوالو ته ګټې ورسوي. چينايان تل په دې باور لري چې دغه خزانه نه يوازې زموږ ملي پانګه ده بلکې له نړۍ سره تړلې او د نړۍ لپاره ګټورې ښېګڼې له ځان سره لري. د افغانستان د تای جي چيوان مينوالو، د وو شو مينه والو او د چيني کولتور مينه والو ته د زړه له کومې بلنه ورکوم چې چين ته راشي او دلته د غېر مادي کولتوري ميراثونو له نورو زياتو پروژو څخه خوند واخلي.

Previous Post

Next Post

نننۍ چاودنه کې، د محابسو ریاست ډاکټرانې وژل شوې

Spogmai Radio

Spogmai Radio

Related Posts

فوټسال؛ افغان ملي لوبډله سبا له روسیې سره سیالي ترسره کوي
سپورت

فوټسال؛ افغان ملي لوبډله سبا له روسیې سره سیالي ترسره کوي

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
راشد خان: ملي لوبې راته تر هر څه ډېر لومړیتوب لري
سپورت

راشد خان: ملي لوبې راته تر هر څه ډېر لومړیتوب لري

by Spogmai Radio
اگست 3, 2026
بامیان؛ څلور غرختونکي د شاه فولادي لوړې څوکې ته ختلي دي
سپورت

بامیان؛ څلور غرختونکي د شاه فولادي لوړې څوکې ته ختلي دي

by Spogmai Radio
جولای 30, 2026
فوټبال؛ هسپانیا د نړیوال جام اتلولي خپله کړه
سپورت

فوټبال؛ هسپانیا د نړیوال جام اتلولي خپله کړه

by Spogmai Radio
جولای 20, 2026
فوټبال؛ ارجنټاین انګلستان ته په ماتې ورکولو سره د نړیوال جام پایلوبې ته لار پیدا کړه
سپورت

فوټبال؛ ارجنټاین انګلستان ته په ماتې ورکولو سره د نړیوال جام پایلوبې ته لار پیدا کړه

by Spogmai Radio
جولای 16, 2026
Next Post
کابل ښار؛ ننني مقناطیسي ماین پنځو کسانو ته مرګ ژوبله اړولې ده

نننۍ چاودنه کې، د محابسو ریاست ډاکټرانې وژل شوې

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Recommended

د چين د پانګونې او سوداګرۍ ۲۲مه نړيواله غونډه په ډيجيټل او زرغونو فرصتونو تمرکز لري

د چين د پانګونې او سوداګرۍ ۲۲مه نړيواله غونډه په ډيجيټل او زرغونو فرصتونو تمرکز لري

سپتمبر 9, 2022
د بېجينګ پارالمپيک ژمنۍ لوبې په برياليتوب پای ته ورسېدې او ښایسته شېبو يې د نړيوالو په زړونو خوږې خاطرې پرېښودې

د بېجينګ پارالمپيک ژمنۍ لوبې په برياليتوب پای ته ورسېدې او ښایسته شېبو يې د نړيوالو په زړونو خوږې خاطرې پرېښودې

مارچ 14, 2022

ټولي

  • Uncategorized
  • افغانستان
  • اقتصاد
  • پوهنتون
  • تبصرې
  • څېرې
  • راشه ورشه
  • روغتیا او ژوند
  • سپورت
  • سیمه
  • غږیزې خپرونې
  • کتاب
  • ليکنې او تحلیلونه
  • معلوماتي خپرونې
  • نړیوال خبرونه
  • نړۍ
  • ورځپاڼې
  • ویډیو

Don't miss it

روبیو: د هرمز تنګي د بېرته پرانېستلو په خبرو کې پرمختګ شوی
نړۍ

روبیو: د هرمز تنګي د بېرته پرانېستلو په خبرو کې پرمختګ شوی

اگست 5, 2026
په مزار شریف کې د روضې د بیارغونې بېړنۍ چارې پیل شوې
افغانستان

په مزار شریف کې د روضې د بیارغونې بېړنۍ چارې پیل شوې

اگست 5, 2026
Uncategorized

The Rise of Online Casinos: Understanding Player Behaviour in 2026

اگست 4, 2026
Uncategorized

Your Ultimate Guide to Mega Rich Casino: Unlocking the World of Online Gaming

اگست 4, 2026
مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو
نړیوال خبرونه

مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو

اگست 4, 2026
د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې
نړیوال خبرونه

د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې

اگست 4, 2026
سپوږمۍ راډیو

Designed and Developed By iCode © 2026 SpogmaiRadio. All rights reserved

د پاڼو لېست

  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
  • زموږ سره اړیکه

موږ په ټولنیزو رسنیو کې تعقیب کړئ

No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه

Designed and Developed By iCode © 2026 SpogmaiRadio. All rights reserved