د راپورونو له مخې، المان کې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې په کرونا وبا اخته ۷۳۱ نور کسان مړه شوي دي، له دې سره له یادې ناروغۍ د مړه شویو کسانو ټول شمېر ۲۷ زره او شپږ ته رسېدلی دی. په داسې حال کې چې په المان کې د کرونا وبا د دویمې څپې خپرېدو مخنیوي لپاره تازه اقدامات پیل شوي دي، په تېرو ۲۴ ساعتونو کې دغه راز د کرونا وبا ۱۹ زره او ۵۲۸ نورې مثبتې پېښې هم ثبت شوې دي، چې دا د کرونا وبا د دویمې څپې خپرېدو له خبرداري وروسته په دغه هېواد کې پر کرونا وبا د اخته کېدونکو کسانو تر ټولو لوړ شمېر دی. د المان روغتیایي چارواکو پر خلکو غږ کړی دی چې روغتیایي سپارښتنې دې په جدي توګه عملي او له ګڼې ګوڼې ډکو ځایونو ته دې له تګه په کلکه ډډه وکړي.
































