د پاکستان حکومت د اوسپنې پټلۍ د جوړولو لپاره چې دغه هېواد له ازبکستان سره نښلوي، د نړیوال بانک څخه ۴.۵ میلیارد ډالر پور اخلي. پاکستاني چارواکو ویلي، چې د اوسپنې دغه پټلۍ د ۵۷۳ کیلومترو په اوږدوالي چې یوه برخه یې له افغانستان څخه تیریږي په سیمه کې د سوداګریزو او اقتصادي اړیکو د پیاوړتیا په خاطر جوړیږي. د راپور له مخې ټاکل شوې چې د پاکستان صدراعظم عمران خان په راتلونکو ورځو کې ددغه پور اخیستنې وړاندیز په رسمي توګه نړیوال بانک ته وسپاري. د پاکستان د اوسپنې پټلۍ وزیر، اعظم سواتي ویلي دي چې ددغې اوسپنې پټلۍ څخه چې په ۲۰۱۸کې پرې غور شوی و، د مالونو د لېږدولو او د مسافرو د وړلو چټکو ریل ګاډو لپاره استفاده وشي. د نوموړي په خبره د افغانستان او ازبکستان حکومتونو ددغه پروژې د پلې کولو موافقه دمخه لاس لیک کړې ده.












