د راپورونو له مخې لومړنۍ چاودنه د کابل ښار د حضوري چمن سره څېرمه شوې ده، چې لامل یې هم مقناطیسي ماین ښودل شوی خو د تلفاتو په اړه یې جزیات نشته دي. دویمه چاودنه هم د مقناطیسي ماین له امله د کابل ښار د شپږمې امنیتي حوزې اړوند پل سخته سیمه کې شوې ده، درېیمه چاودنه بیا شاوخوا نهه بجې د کابل ښار د درېیمې ناحیې اړوند د دهبوري سیمې له شهید څلور لارې سره شوې ده. درېیمه چاودنه د پولیسو پر یو رنجر ډوله موټر شوې ده، خو د تلفاتو په اړه یې معلومات نشته دي. کابل ښار کې په وروستیو اونیو کې کابو هره ورځ د مقناطیسي ماین چاودنې کېږي چې ملکي وګړو ته د تلفاتو اوښتو سبب کېږي او ګڼې اندېښنې یې هم پارولې دي. د ولسمشر لومړی مرستیال چې د کابل د ښار د امنیت مسوول دی بیا هم ټینګار کوي چې د ښاریانو امنیت به تامین کړي او ددې پېښو مسوولین به ژر تر ژره ونیسي.
































